1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه:په افغانستان کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله نوره هم ډيره سوې

۱۳۸۹ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

په کابل کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي شتيفن ديميستورا، نن یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چي د روان ميلادي کال په لومړیو ۶ مياشتو کي ۱۲۷۱ ملکي خلگ وژل سوي او ۱۹۹۱ زخميان دي چي د ډيرو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

https://p.dw.com/p/Oga8
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی شتيفن ديميستورا
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی شتيفن ديميستوراانځور: AP

هغه د زياتو ملکي خلکو د قربانيو ملامتيا پر ياغيانو واچوله.

دا په داسي حال کي ده چي دووې ورځي د مخه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په يو خپره سوې اعلاميه کي ويلي چي د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د ملکي وگړو شمېر ۱۳۲۵ تنوته رسېدلی چي دا د تيرکال په پرتله ۶٪ډيروالي ښيي.

بله خوا په افغانستان کي د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پترويس اعلان كړي دي چي د يوسلوڅلويښت زره سرتيرولپاره يي يوه داسي عملياتي تګ لاره جوړه كړي ده چي په عملي كيدوسره به ئي دملکي تلفاتومخه ونيول شي.

پترويس دملكي تلفاتولانجه دنړيوالوځوكونولپاره لويه ننګونه بللى ده اوويلى دي چى عسكري بايدښه وجنګيږي خوپه عين حال كي بايدله مخالفينوسره دپخلايني څخه هم كارواخلي اودايوه اړتياده.

دجمهوري رياست دحكومتي رسنيودمركزسلاكارجيلاني ځواك دپترويس وروستۍ څرګندوني بابيزه بللي دي او وايي چي ډيرى نړيوالي پوځي وعدې وشوې خو د عملياتو په وخت کي د ملكي تلفاتوګراف راټيټ نه شو.

دولسي جرګى غړى صفيه صديقي چى په ننګرهاركى دملكي تلفاتوپه لړكى دكورنيوغړى دلاسه وركړي دي وايي چى بهرنۍ قوماندانان وعدى وركوي خودملكي تلفاتوكچه ورځ په ورځ لوړيږي.

ag/ زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم