1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه او دويچه ويله همکاري پيلوي

۱۳۸۵ اسفند ۱۶, چهارشنبه

ملگرو ملتونو او د دويچه ويله شبکې د يوې پراخې هکارۍ پرېکړه کړې ده. د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال ساشي تارور او د آلمان غږ د راډیو او ټلويزيون مشر اريک بېترمن په نيو يارک کې داسې ورته يو تړون لاسليک کړ.

https://p.dw.com/p/DKJd
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال ساشي تارور او د آلمان غږ د راډيو او ټلويزيون مشر اريک بېترمن
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال ساشي تارور او د آلمان غږ د راډيو او ټلويزيون مشر اريک بېترمنانځور: DW
دغه همکاري به د ټلويزيون،راډيويي خپرونو او انترنېټ په برخه کې وي. د گلوبلايزيشن يا د نړيوال کېدنې د بهير په اړه يوه اونيزه ټلويزيوني خپرونه هم په نظر کې نيول شوې ده. د دويچه ويله له راډيو سره د همکارۍ په برخه کې تر ټولو مهم گډ هدف د افريقا دپاره ځانگړي پروگرامونه دي.