1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه د افغانانو تر منځ خبري پيلوي

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يان کوبيش په کابل کي اعلان کړی دئ، چي د دغه سازمان تر څارني لاندي به د افغانستان په اړه د سولي خبري اتري له سره پيل سي.

https://p.dw.com/p/16QAq
انځور: DW/Hosain Sirat

د کوبيش په وينا له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به ملگرو ملتونو ته زمينه برابره سي چي له افغانانو سره خبري اتري پيل کړي. ويل کيږي چي د نورو پروسو بر خلاف به دغه خبري په خپله په افغانستان کي تر سره کيږي.

کوبيش د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو شپږم استازی دئ، چي د ۲۰۰۱ عيسوي کال راهيسي په دغه هيواد کي دنده تر سره کوي. دی اوس غواړي چي هرڅه ته بدلون ورکړي. کوبيش غواړي چي ملگري ملتونه په افغانستان کي يو وار بيا يو بې پرې، او د باور وړ رول ولوبوي. هغه وايي:

«زه په دې خبره ډاډه یم چي ملگري ملتونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته يو مهم رول ولري. هغه وخت به موږ بيرته د يوه داسي ملکي او بشري سازمان په توگه راڅرگند سو چي د اجتماعي او سياسي پروسو ملاتړ کوي. موږ به د نړيوالي ټولني له اغېزې ووزو چي دلته يوازي پوځي حاکميت لري.»

يان کوبيش غواړي په افغانستان کي د ملگرو ملتو په مشرۍ د سولي له پاره تلاښونه وسي. دی زياتوي:

«اوس نو د ملگرو ملتو وار دئ. موږ غواړو د يوه بې پرې او پېژندل سوي سازمان په توگه د دې غم وخورو چي افغانان خپل د راتلونکي په اړه يو له بل سره خبري وکړي. موږ(د افغانستان په دننه کي د ديالاگ) په نامه يو داسي پروگرام پيل کړی دئ چي په هغه کي ټوله مهم سياسي قوتونه برخه واخلي.

موږ هيله لرو چي په هغه کي د اوسني حکومت پر ضد جنگيالي هم برخه واخلي. په اوس وخت کي موږ ته ډېر مثبت زيگنالونه رارسيږي. موږ به خپل تياری نور هم چټک کړو، چي په دې اړه لومړۍ ليدنه کتنه د روان کال تر پايه پوري وسي.»

کوبيش په دې اړه نور جزيات ور نه کړل. دغه ديپلومات دا خبره ونکړه چي د پاڅون کوونکو کومي ډلي به په دغه پروسه کي گډون کوي. تر اوسه پوري خو طالبانو او دغه راز د حقاني ډلي دا خبره کاملاً رد کړې چي د حامد کرزي له حکومت سره به يوه موافقې ته ورسيږي.

دغه راز د جرمني او متحده ايالاتو په نوښت هغه هڅه هم ناکامه سوه چي په قطر کي به د سولي په اړه خبري اتري وسي. يان کوبيش دې خبري ته په اشارې سره وويل:

«تر اوسه پوري په دې اړه ټولي هڅي له ناکامۍ سره مخامخ سوي دي. خو زه فکر کوم چي اوس ټولي خواوي په دې فکر کي دي چي دغه ډول خبري اتري بايد د افغانستان په دننه کي تر سره سي. يعنی ددغه هيواد په کلو او بانډو کي. حتمي نه ده چي دغه ډول خبري اتري په لوړه سويه وي، په دغه هيواد کي د سولي راوستل د عام اولس او عادي خلکو ملاتړ ته اړتيا لري.»

د يان کوبيش له پاره د همسايه هيوادونو ملاتړ هم ضروري دي. د ده په نظر ايران او پاکستان بايد په دې برخه کي مهم رول ولوبوي. له بلي خوا بايد د سيمي هيوادونه لکه چين او هند دې ته وهڅول سي چي په افغانستان کي پانگونه وکړي.

ساندرا/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل