1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه وایي د سولي بهیر باید د افغانستان په مشرۍ وي

۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، جان کوبز، د چهار شنبې په ورځ وویل چي که چیري د سولي د هلوځلو د ښو پایلو غوښتونکي یو نو مشري ئې باید د افغان دولت په لاس کي وي.

https://p.dw.com/p/13pRY
کوبز ویلي دي چي د سولي خبري باید د افغانانو په مشرۍ وي
کوبز ویلي دي چي د سولي خبري باید د افغانانو په مشرۍ ويانځور: AP

جان کوبز د رواني میاشتې په لومړیو ورځو کي په افغانستان کي د ستیفن دیمستورا پر ځای وټاکل شو. هغه وویل چي په افغانستان کي یوازي هغه وخت سوله راتلای شي چي د دغه هیواد د سولي د بهیر مشرۍ افغان دولت وکړي.

طالبانو څو اونۍ مخکي په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چي له متحده ایالاتو سره په قطر کي د یو سیاسي دفتر د پرانستلو په اړه لومړنۍ موافقې ته رسیدلي دي. امریکا او د ناټو نورو غړو هیوادونو ویلي دي چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتیري راوباسي او د دغه هیواد امنیتي مسؤلیتونه به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په کابل کي خبریالانو ته ویلي دي چي په افغانستان کي باید د سولي بهیر د افغانانو په مشري وي که نه نو د کامیابي چانس ئې ډیر کم دئ.

جان کوبز ویلي دي: «دا بهیر یوازي په هغه صورت کي بریالی کیدای شي چي د افغانانو په مشري وي او د ټولو سیاسي او مدني ټولنو استازي پکښي گډون ولري.»

که څه هم افغان حکومت په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانستلو سره خپل ملاتړ اعلان کړی دئ، خو ولسمشر کرزی د خپل هیواد د سولي له خبرو اترو څخه د لیري پاته کیدو په اړه اندیښنه لري.

د ولسمشر کرزي د دغو اندیښنو له کبله د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړی استازی، مارک گروسمن، افغانستان ته سفر وکړ چي ولسمشر کرزي ته ډاډ وکړي چي هیواد ئې یوازی د افغان حکومت د موافقې په صورت کي له طالبانو سره سوله کوي.

په همدي حال کي افغان حکومت ویلي دي چي د قطر یو حکومتي پلاوی به افغانستان ته سفر وکړي چي په دغه هیواد کي د طالبانو د دفتر د پرانستلو په اړه افغان حکومت ته معلومات ورکړي.

طالبان له ۲۰۰۱ کال راهيسي د ناټو ځواکونو او افغان حکومت په وړاندي جگړه کوي. اوس چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه خپل سرتیري راباسي غواړي له طالبانو سره سوله وکړي او د افغانستان لس کلني جگړي ته د سولي له لاري د پای ټکی کیښږدي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب