1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په افغانستان کي زندانيان شکنجه کيږي

۱۳۹۰ مهر ۱۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په يوه رپورټ کي وويل، چي افغان پوليس او ملي امنيت په زندانونو کي بنديان شکنجه کوي او د هغوی سره ناوړه چلند کوي. دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي مخکي د کورنيو چارو وزارت دغه ډول خبرونه ردکړل.

https://p.dw.com/p/12puk
افغان بنديان
افغان بنديانانځور: AP

په افغانستان کي د يوناما دفتر د يوې بيانيې په ترڅ کي ويلي، چي دغه سازمان داسي شواهد په لاس کي لري، چي ښيي افغان ملي پوليس او ملي امنيت د زندانيانو څخه د پوښتنو کرويږنو پر مهال له داسي ميتودونو څخه کار اخلي، چي د نړيوالو او د افغانستان د قوانيونو پر اساس شګنجي بللي کيږي.

 

په رپورت کي راغلي، چي په دغو زندانونو کي د شکنجې د ځينو نورو طريقو څخه هم کار اخيستل کيږي.

 

په افغانستان کي ميشت د ملګرو ملتونو د دفتر لخوا په خپاره سوي راپور کي راغلي، چي څه نا څه نيمايي هغه کسان چي د ملي امنيت لخوا نيول سوي، شکنجه سوي دي.

 

د ملګرو ملتونو خپورسوی رپوټ« د افغان دولت په بند کي په جګړو کي د شکېلو کسانو سره چلند» تر نامه لاندي خپور سوی دی.

 

په رپورت کي همداراز راغلي، چي څه نا څه ۳۵ سلنه هغه بنديان، چي د افغان ملي پوليسو لخوا نيول سوي، هم تر شکنجې لاندي دي. د رپورټ په حواله تقريباً ټولو شکنجه سويو زندانيانو ويلي دي، چي دوی د اقرار اخيستلو په وخت کي سخت کړول سوي.

 

د رپوټ په حواله د شکنجې په هغو ميتودونو کي، چي د افغانستان په زندانونو کي ورڅخه کار اخستل کيږي، د يوې اوږدې مودې لپاره د زندانيانو زړول؛ په ربړ، سيم او لښتو د بنديانو وهل هم شامل دي:

 

« برقي جټکې، د بنديانو د تناسلي الو کشول، بنديان په داسي حالت کي درول، چي تر فشار لاندي وي، بنديان په زوره درول، د پښو د نوکانو رايستل او د جنسي تيري اخطار ورکول هغه ميتودونه دي چي د افغانستان په زندانونو کي کار ځني اخيستل کيږي.»

 

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ستيفن ديمستورا، ويلي، چي هغه څه چي په دغه راپور کي راغلي، کيداي سي چي اصلاح سي، ځکه شکنجه د افغان حکومت او نړيوالو پاليسي نه ده.

 

ملګرو ملتونو ويلي دي، چي دغه سازمان د راپورت د جوړولو پر مهال د افغان حکومت پوره ملاتړ د ځان سره درلود. د دغه رپورټ جوړوونکو زياته کړې، چي ياد رپورټ يې د افغانستان د 22 ولايتونو په 47 زندانانو کي د 379 بنديانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.

 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند، صديق صديقي، ويلي دي، چي اوس مهال افغان حکومت د دغه رپوټ په اړ څېړني کوي او وروسته به يې په اړه خپل نظر خپور کړي.

 

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کورنيو چارو وزير، بسم الله محمدي، تيره مياشت وويل، چي د افغانستان په زندانونو کي د بنديانو سره بد چلند نه کيږي. محمدي هغه وخت دغه خبري وکړي، چي د ملګرو ملتونو د يو راپور په اړه په رسنيو کي بحثونه سوي ول.

 

د ناټو ځواکونو يو چارواکي ويلي دي، چي دغه سازمان اوس مهال په موقتي توګه افغان ځواکونو ته د بنديانو د سپارلو لړۍ درولوې ده.

 

اروپايي ټولني هم په افغانستان کي د بنديانو په اړه انديښنه څرګنده کړې او د ټولو اړخونو څخه يې غوښتي دي، چي د زندانيانو حقوق په پام کي ونيسي.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل