1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه په اوکراین کې د بشري حقونو وضعیت څاري

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۲۴, شنبه

د ملگرو ملتونو سازمان اوکراین ته د بشري وضعیت د څارنې په موخه یو پلاوی استوي. پوښتنه دا ده چې آیا دغه کارپوهان به کریمیا ته هم لار پيدا کړای شي او که نه؟

https://p.dw.com/p/1BQHo
انځور: Alisa Borovikova/AFP/Getty Images

د دغه ماموریت په ترڅ کې به چې د ملگرو ملتونو د سازمان له خوا په لاره اچول شوې دی ۳۰ تنه کارپوهان د بشري حقونو د وضعیت څارلو په موخه اوکراین ته واستول شي. د دغه ماموریت مشري به چې ټاکل شوې ده په راتلونکي اوونۍ کې پيل شي «آرمن هاروت یونیان آرمني» وکړي.

آرمني په مرکزي آسیا کې د بشري حقونو د کمیسیون استازی دی. په دې توگه نو د ملگرو ملتونو سازمان د اوکراین د موقت حکومت د غوښتنې پر وړاندې غبرگون ښيي. کارپوهان باید په ټول اوکراین او د دغه هیواد په شخړیز ټاپو کریمیا کې په مختلو برخو کې د بشري حقونو څخه سرغړونه بررسي کړي.

په کریمیا کې د قانون پر بنسټ ولاړ یو حکومت شتون نه لري

د ملگرو ملتونو په سازمان کې د بشري حقونو د چارو د منشي مرستیال «ایوان سیمونوویچ» په کریمیا کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله اندېښنه ښولې ده. سیمونوویچ ویلي دي چې اوس مهال په دغه نیمه ټاپو کې د یوه قانوني دولت اثر نه لیدل کیږي. نوموړی زیاته کړې ده چې خودسرانه دستگیرۍ، ربړونې او له عامو خلکو سره ناوړه چلند له بشري حقونو څخه د سرغړونې د پېښو هغه بیلگې دي چې په دغه سیمه کې د وسله والو ډلو له خوا ترسره کیږي.

وروسته تر دې چې روسيې کریمیا ته خپل ډیر شمیر سرتېري واستول په حقیقت کې دغه سیمه اوس د روسيې په کنترول کې ده. خو سمونوویچ دا نه دي ویلي چې د ملگرو ملتونو کارپوهان به څرنگه کریمیا ته لار پيدا کړي په داسې حال کې چې د دغې سیمې اکثره اوسیدونکي روسي ټبره دي.

د ملگرو ملتونو کارکوونکو د چهار شنبې په ورځ دغې سیمې ته له ورتگ څخه ډډه وکړه، ځکه دوی ته د سیمه ییزو ادارو له خوا د سفر کولو اجازه نه وه ورکړل شوې. همدارنگه په اروپا کې د امنیت او همکاری سازمان (OSZE) څارونکو هم کریمیا ته د ورتگ اجازه تر لاسه نه کړه.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون هم په کریمیا کې د بشري حقونو د خراب وضعیت په هکله خبرداری ورکړی. بان کيمون وویل:«مونږ په ښکاره ډول یوه مهمه پریکړه په مخ کې لرو.».

د ملگرو ملتونو امنیت شورا به د چهارشنبې په ورځ د یوې فوق العاده غونډې په ترڅ کې د کریمیا د ټاکنو په هکله د لویدیځو هیوادونو له خوا د یوه پریکړه لیک پر طرحې باندې بحث وکړي.

په دغې طرحې کې له روسيي سره د کریمیا د ادغام په هکله نظر پوښتنه، چې ټاکل شوې ده د یکشنبې په ورځ ترسره شي غندل شوې او د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا باندې ټینگار شوی دی.

څرنگه چې روسیه د ملگرو ملتونو په سازمان کې د ویتو حق لري نو د دغه موافقتنامې منل کیدل ناممکنه بریښي. د دیپلوماتانو په حواله لویدیځ غواړي چین د دغه پریکړه لیک منلو ته وهڅوي ترڅو روسیه په انزوا کې پاتې شي.

څو ورځې مخکې د ملگرو ملتونو په سازمان کې د چین استازو وویل چې د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا باید مراعات شي او د دوی په داخلي چارو کې دې له هر ډول لاسوهنې څخه ډډه وشي.

اروپا شورا د روسيي مخالفت کوې

تر درو ورځنیو خبرو اترو وروسته اروپايي شورا د جمعی په ورځ د رایو په اکثریت سره د اوکراین د دولت پر پاتې باندې کیدو ټینگار وکړ. په دې توگه نو اروپا د روسيي د موقف مخالفت کړی دی.


د رویترز خبري آژانس په حواله په رای اچونه کې ۴۳ هیوادونو دغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه او د اوکراین د هیواد پر ځمکنۍ بشپړتیا يي ټینگار وکړ. یوازی روسيي د دغې طرحې پر خلاف خپله رایه وکاروله. له بلې خوا بیا صربستان او ارمنستان ممتنعې رایې ورکړې.

مخکې تر دې امریکا متحده الاتو هڅه کوله چې په وروستیو دقیقو کې روسیه له دغه شخړیزې ټولپوښتنې څخه صرف نظر وکړي. جان کیري او سرگي لاروف په لندن کې وروسته له شپږو ساعتو خبرو اترو څخه پر دې ونه توانیدل چې خپل د نظر اختلافات له منځه یوسي.

داسې وړاندوېنه کیږي چې د کریمیا روسيي پلوه وگړي به کوم چې د دغې سیمې اکثریت تشکیلوي، له روسيي سره د یوځای کیدو په حق کې خپلې راې وکاروي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب