1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په ترکيه کې سوریایي کډوال ډیر شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15z6H

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ګواښ کړی دﺉ چې په ترکیې کې د سوریایي کډوالو شمیره ۲۰۰ زره تنو ته رسیدای شي. دې سازمان زیاته کړې ده چې همداراز د سوریې ډیر اوسیدونکي اوردن ته هم تښتیدای شي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې یوازې په یوه ورځ ترکیې ته تر ۵۰۰۰ پورې سوریایي کډوال رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې په پلازمینه دمشق او د اپیلو په ښار کې اوس هم تاوتریخوالی دوام لري.