1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په زرهاوو خلک په تېښته کې دي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

کابل: د افغانستان په جنوب کې د ملگرو ملتونو د معلومات له مخې د امريکايي عسکرو او طالبانو د جگړو په خاطر خپل کورونه پرېښی دي. يوازی د هلمند ولايت د گرمسير په ولسوالۍ کې يوزرو دوه سوو کورنۍ مهاجر شوې دي.

https://p.dw.com/p/DzZn
انځور: AP

اوسمهال جګړه روانه ده او له همدې کبله د مهاجرينو دقيقه شميره لا معلومه نه ده.

امريکا سږ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان جنوب ته درې زره دوه سوه اضافي عسکر ولېږل، په کومو ځايونو کې چې طالبان ډېر قدرتمند دي. دوی غواړی چې د دغو سيمو پوره کنترول ولري.