1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په سوريه کي په زرونو انسانان وژل سوي دي

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه

ملگري ملتونو ویلي دي چې په سوریه کې د بشارالاسد د دولت پر ضد د لاریونونو په ترڅ کې د حکومتي ځواکونو له لوري د وژل شوو کسانو شمیر تر۷۵۰۰ تنو اوښتی دئ.

https://p.dw.com/p/14ByT
انځور: DW

د ملگرو ملتونو د سیاسي چارو سکرتر لن پاسکو په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته ویلي دي چې د نړیوالي ټولني له لوري د «عام وژنې په مخنیوي کې تر پاته راتلو وروسته» د سوریې د حکومت حوصله لوړه شوې ده.

پاسکو ویلي دي چې د بشارالاسد د ځواکونو له لوري پر مظاهره کوونکو د بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو د دقيق شمیر معلومول نا ممکن دئ:

«په دې اړه اوس داسي راپورونه شته چې د یوې ورځي په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیر تر۱۰۰ تنو اوړي، چې په هغه کې ښځي او ماشومان هم شامل دي. د وژل شوو کسانو شمیر اوس په یقیني توگه تر۷۵۰۰ تنو اوښتی دئ.»

په سوریه کې د بشري حقونو د څارونکو په وینا په تیرو یوولسو میاشتو کې د وژل شوو کسانو شمیر تر۷۶۰۰ ډیر دئ.

په سوریه کې د تاوتریخوالي د پيښو په زیاتیدو سره فرانسې ویلي دي چې د امنیت په شورا کې د سوریې په اړه پر یو پریکړه لیک باندي کار کوي او له چین او روسیې څخه ئې غوښتي دي چې دغه پریکړه لیک ویټو نه کړي.

د بشري حقونو د فعالانو په وینا تیره ورځ د حکومتي ځواکونو له لوري پر مظاهره کوونکو د تاوتریخوالو په پیښو کې ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د فعالینو په وینا د حمص د شاوخوا سیمي د اوسیدونکو حالت د اندیښنې وړ دئ. هغوی د اوبو، خوارکي توکو او درملو له سخت کمي سره مخامخ دي. د حمص له ښار څخه بریتانوي عکاس په زخمې حالت کې په تېښته بریالی شوی دئ، خو د فرانسوي خبریال په اړه لا څه معلومات نشته.

د سوریې دولت د ډسمبر په میاشت کې ویلي ول چې وسله والو یاغي ډلو تر ۲۰۰۰ زیات سرتیري او پولیس وژلي دي.

د پاسکو په وینا د سوریې د حکومت له لوري د مظاهره کوونکو پر وړاندي د ټانکونو او راکټونو د گولیو باران«په ۱۹۸۲کال کي د حما ښار د ډله ییزو وژنو یاد تازه کیږي.»

په هغه وخت کې د بشارالاسد د پلار حافظ اسد له لوري د مظاهره کوونکو د ځپلو تر امر وروسته داسي اټکل کیدئ چې په زرونو لاریون کوونکي دي وژل شوي وي.

په ملگرو ملتونو کې د سوریې په اړه پر یوه نوي قرارداد باندې کار روان دئ چې په ترڅ کې به ئې د متاثره شوو ښارونو له خلکو سره د مرستې غوښتنه وشي.

د بشارالاسد دولت د ایران، چین او روسیې قوي ملاتړ له ځانه سره لري. روسيې او چین په سوریه کې د تاوتریخوالي د غندلو دوې پریکړې ویټو کړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی:نجیب الله زیارمل