1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه په سوریې کې تر درې کلنې جگړې وروسته هم د سولې ملاتړ کوي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۲۴, شنبه

ملگرو ملتونو ویلي دي چې ځانگړی استازی یې د سوریې د شخړې په اړه د یوه توافق د رامنځ ته کیدو په موخه ایران ته سفر کوي. بان کیمون له روسیې او امریکا څخه غوښتي دي چې د سیاسي بهیر د بیا قوي کیدو له پاره واضح گامونه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/1BQJq
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون، د جمعې په ورځ په سوریې کې د اوربند د رامنځ ته کیدو هڅو د ژغورنې غږ کړی دی. هغه دا خبره منلې ده چې دغه بهیر له دې کبله چې نه د سوریې رژیم او نه یې مخالفان د مصالحې غوښتونکي دي له کړکیچ سره مخامخ شوې دی.

بان ویلي دي چې د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربې ټولنې ځانگړی استازی اخضر ابراهیمې، به ایران ته سفر وکړي ترڅو د خبرو اترو له بهیر سره مرسته وکړي او هغه بیرته پیل شي. پلان شوې ده چې ابراهیمې د یکشنبې په ورځ ایران ته ولاړ شي.

بان ویلي دي چې ایران د سیمې د یوه کلیدي هیواد په توگه کولای شي چې د بیلگې په توگه د سوریې د حکومت پر مشري باندې د فشار له اچولو سره هغه د جینیوا په کنفرانس کې جوړوونکي گډون ته وهڅوي.

ایران د ولسمشر اسد د رژیم یو له اصلي متحدینو څخه شمیرل کیږي. تر دې مخکې بان کیمون له ایران څخه غوښتي وو چې د سوریې په اړه د جینوا په کنفرانس کې گډون وکړي، خو د فشارونو په پایله کې یې خپله بلنه بیرته واخیسته او په دې ترتیب سره ایران په تیر کنفرانس کې استازي نه لرل.

د اسد د رژیم پر وړاندې اعتراضونه چې اوس په کورنۍ جگړۍ اوختي دي د ۲۰۱۱ کال د مارچ پر ۱۵ نیټه ډیر جدی شول.

په سوریې کې ټاکنې

بان کیمون دغه خبرې په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مقر کې وکړې. هغه په عین حال کې له روسیې او امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د سوریې په خبرو اترو کې د سیاسي بهیر د بیا پیاوړي کیدو په موخه قوي گامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د واشنگټن او مسکو اړیکې د اوکراین د موضوع له کبله شخړییزه شوې دي.

د سوریې رژیم غواړي چې په دې هیواد کې د جولای تر میاشتې مخکې ټاکنې وکړي. ابراهیمې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي دي چې دغه ټاکنې د مذاکراتو چانس نور هم کموي.

ډیره تمه کیږي چې اسد به د دغو ټاکنو په پایله کې د یوې اووه کلنې دورې له پاره بیا د سوریې په واک کې پاتې شي خو هغه تر اوسه پورې په دې ټاکنو کې خپله نوماندي نه ده اعلان کړې. د سوریې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې د مخالفینو ډیر غړي نه شي کولای په ټاکنو کې خپل ځانونه ونوموي. ابراهیمې ویلي دي چې هغه فکر نه کوي چې تر ټاکنو وروسته دې د اپوزیسیون غړی په دې اند وي چې خبرې اترې دې دوام پیدا کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب