1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میانمار کې د مسلمانو لږکيو پر ضد د تیریو دوام

۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

ملګري ملتونه په میانمار کې د روهنګيا لږکیو پر ضد تيريو له دوام څخه شکایت کوي. د دوی پر وينا له همدې کبله مخ پر زیاتیدونکي توګه روهنګیایان تيښتې ته مجبوره کيږي.

https://p.dw.com/p/2tlJ3
Bangladesch Flüchtlingscamp für Rohingya Witwen mit ihren Kindern
انځور: Reuters/D. Sagolj

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په میانمار کې روهنگیا مسلمان لږکي په سیستماتيک ډول تر تعقیب لاندی دي.

د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي اندریو ګيلمور، د سه شبنې په ورځ د میانمار په ګاونډي هيواد بنګله ديش کې، چيرې چې ډير شمير روهينګيا لږکي ورتښتيدلي له هغوي څخه د ليدنې پر مهال وویل: «د تیر کال د دوبي  په پرتله د زور زیاتیو ډول بدلون موندلی.»

د هغه د وینا له مخې  د دغو خلکو د وینو تویولو او پر هغو د ډله ایز جنسي تیرو څخه وروسته اوس د ترور ضد د کمپاین په نامه او لوږی او تنگ دستۍ د رامنځ ته کولو سره د میانمار پوځيان غواړي چې پاتې روهنگیا دې ته اړ کړي چې بنگله دیش ته وتښتي. د ملگرو ملتو دغه چارواکي زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې خپلې خاورې ته په عزت سره د دغو انسانانو بیرته ګرځيدنه له امکان څخه لري  ښکاري.

د تیر کال د اگست د میاشتې څخه راهیسې د پاسه ۶۵۰ زره روهنگیایان له میانمار څخه چې اکثریت نفوس یې بودیان دي، بنگلدیش ته تښتیدلي دي.

د میانمار د روهنگیا لږکیو د دغه ناورین له پاره ملامتیا پر هغو روهنگیايي زورپالونکو اچول کیږي چې د حکومتي ویناوو له مخې گواکې پر پوځي پوستو یې حملې کړې دي، چې په ځواب کې یې د میانمار حکومت د روهنګیایانو پر وړاندې بریدونه کړي.

د میانمار پوځ  د ملگرو ملتونو دا تورنه ردوي چې گواکې په دغه هیواد کې قومي تصفیه روانه ده. 

بنګله ديش او ماينمار د جنورۍ مياشت په نيمايي کي په دې سره سلا شول چې مهاجر به په راتلونکو دوو کلونو کې  کې بیرته خپل هیواد ته را وګرځي. د میانمار حکومت په دې وروستيو کې ويلي دي چې د مهاجرينو د بیرته ليږد له پاره يې سیمي ورته تیارې کړي. په ماينمار کې د پناه غوښتونکو له پاره کمپونه جوړ شوي دي. حکومت ويلي دي چې دغه خلک بايد خپلو اصلي ټاټوبو ته بيرته ستانه شي.