1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م:طالبانو ته پيسې ورکوو تر څو د جگړې لاس واخلي

۱۳۹۰ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتو يو چارواکي پرون وويل چي هغه سازمان يو پروګرام پيل کړي چي، له مخه يې غواړي په افغانستان کي د زور زياتيو او جګړو ټغر ټول سي.

https://p.dw.com/p/RHBu
په کندهار کښي يوه ۵۰ کسيزه وسله واله ډله د حکومت سره يو ځای سوې.
په کندهار کښي يوه ۵۰ کسيزه وسله واله ډله د حکومت سره يو ځای سوې.انځور: DW

دغه اقدام چي د« افغانستان سولي او ادغام د پرمختيا د پروګرام » په نامه ياديږي سمدلاسه د افغانستان په شمال کي پلي سوی دی.

د هغه سازمان يو افغان کار کونکي، عبدالروف قاضي زاده د آلمان خبري آژانس ته وويل: «موږ د څه د پاسه درو سوو وسلوالو مخالفينو د هويت د ثبتولو کار پيل کړی دی. دغه کسان په مختلفو سيمو کي له حکومت سره يو ځای سوي دي. ملګري ملتونه دوی ته پيسي ورکوي چي خپلي وسلې تسليم کړي او ملکي ژوند پيل کړي.»

قاضي زاده وويل:« البته د پيسو د ورکړي پروګرام مؤقتي بڼه لري ترڅو هغه کسان چي له جګړې څخه لاس اخلي، سمدلاسه خپل ژوند په دغو پيسو تمويل کړي او بيا ځان ته خپله کار پيدا کړي.»

د ملګرو ملتو نوموړي چارواکي دا ونه ويل چي پخوانيو ياغيانو ته څومره پيسي ورکول کيږي، خو د کندوز د سولي د شورا يو غړي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري کړي ويلي، هر پخواني ياغي ته د مياشتي 110 ډالر معاش ټاکل سوی دی.

د آلمان د خبري آژانس د رپوت په دوام کي راغلي دي: په کندوز کي هغو ياغيانو چي خپلي وسلي پر ځمکه ايښي وي او د ملګرو ملتو د راجيستريشن د دفتر په مخ کي ولاړ ؤ وويل چي هغوی د «اقتصادي مجبوريتونو» له امله له وسلوالو طالبانو سره يو ځای سوي ول.

يو تن چي خپل نوم يي علي احمد معرفي کړی، چي د طالبانو په ليکو کښي يې د قومانداني دنده په غاړه درلوده ويلي: « زه دوه کاله له طالبانو سره وم. ما کار نه درلود. مجبوره سوم چي له طالبانو سره يو ځای سم. ماته معاش راکول کيده او 7 جنګيالي زما تر لاس لاندي ول.»

هغه وويل کله چي خبر سو چي حکومت چمتو سوی چي خپله غيږ پرانيزي او هغه ته د ملکي ژوند شرايط برابر کړي ، نو تصميم يي ونيو چي له خپلو جنګياليو سره حکومت ته تسليم سي.

افغان حکومت چي له لسو کلونو را په دي خوا د وسلوالو طالبانو له يو خونړي بغاوت سره مخامخ دی هڅه کوي چي هغه جنګيالي چي د مفکوري له مخه د حکومت پر ضد نه جنګيږي، بلکي اقتصادي لاملونو هغوئ ياغيان کړي د وسلوالو مخالفينو له ليکو څخه جلا کړي.

له کندهار څخه بيا يو رپوټ وايي چي 50 وسلوال طالبان د حکومت خواته اوښتي دي. د رويترز د خبري آژانس د يو رپوټ له مخه دغه کسان چي په هغو کي يو تن يې د طالبانو يو ولايتي مشر هم شامل دی پرون د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کي له حکومت سره يو ځاي سوي دي. هغوی په سپکو او درنو ماشيڼګڼو سمبال ؤ او د طالبانو سپين بيرغ يې اوچت کړی و.

د تسليم سوو وسله والو مشر، مولوي عبدالعزيز په پنجوايي کي خبريالانو ته وويل: «اوس ماته څرګنده سوه چي دغه حکومت ګوډاګی نه دی.»

دغه مولوي د خپلو خبرو په دوام وويل چي هغه په دې وروستيو وختو کي د طالبانو له خوا د «کندوز د والي» په نامه نومول سوي ؤ او نيت درلود چي هلته لاړ سي او خپله دنده په غاړه واخلي. مولوي عبدالعزيز يادونه وکړه چي هغه وروسته له خپل دي تصميم څخه لاس واخيست او له ځان سره يې فکر وکړ چي، له حکومت سره «روغه جوړه» غوره ده نسبت ودې ته چي د بغاوت لړۍ دوام پيدا کړي.

خو مولوي عبدالعزيز په هغه غونډه کي چي د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمد ولي کرزي هم ګډون درلود دا ونه ويل چي ولي يې خپل نظر بدل کړی.

په کندهار او کندوز کي د يو شمير وسله والو طالبانو د تسليميدو په هکله تر اوسه ،پوري د طالبانو د مشري له خوا کومه تبصره نه ده سوې.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل