1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: افغانستان اوس هم د نړۍ د مخدره موادو ستر توليدونکی هيواد دئ

۱۳۹۰ دی ۱۳, سه‌شنبه

ملګري ملتونه وايي، چي افغانستان د۲۰۱۰ کال په پرتله په ۲۰۱۱ کال کي ډير مخدره مواد توليد کړي دي. د دغه سازمان په حواله په ۲۰۱۱ کال کي د افغانستان د مخدره موادو په توليد کي ۶۱ سلنه زياتوالی راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/13dB6
«طالبان به په روان کال کي د مخدره توکو د قاچاق له لاري ۷۰۰ ميليونه ډالره ترلاسه کړي.»
«طالبان به په روان کال کي د مخدره توکو د قاچاق له لاري ۷۰۰ ميليونه ډالره ترلاسه کړي.»انځور: dpa

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د دفتر په حواله افغانستان به په ۲۰۱۲ کي ۵۸۰۰ ټنه مخدره توکي توليد کړي. دغه اداره زياتوي چي افغانستان به بيا هم د نړۍ د۹۰ سلنه مخدره توکو د توليد مسئول وي.

په افغانستان کي د تولېدوونکو مخدره موادو ډيره برخه د دغه هيواد له جنوب څخه د افغانستان نورو برخو ته رسيږي.

خو په افغانستان کي د ناټو ځواکونه بيا وايي چي تير کال ئې په دغه هيواد کي ډيره اندازه مخدره مواد نيولي دي او په دې ترتيب سره ئې د طالبانو د تمويل يوه لاره تړلې ده.

د ناټو يوه وياند، کارستين يکوبسن، وويل چي د مخدره موادو ګټه د طالبانو د تمويل له لويو منابعو څخه ده. خو هغه زياته کړه چي له دغه درکه د طالبانو عايد ورځ تر بلي مخ پر لږېدو دئ.

يکوبسن په يوه خبري کنفرانس کي وويل، چي ناټو او افغان ځواکونو په ۲۰۱۱ کال ډير زيات مخدره مواد نيولي دي. د ناټو د دغه وياند په خبره په ۲۰۱۱ کال کي ئې د ۲۰۱۰ په پرتله ډيرمخدره توکي نيولي دي.

هغه په خپلو خبرو کي وويل، چي ناټو او افغان ځواکونه به په ۲۰۱۲ کال کي هم د مخدره توکو پرضد خپلوعملياتو ته دوام ورکړي:

«د مخدره توکو په وړاندي د عملياتو په ترڅ کي طالبانو اوس له ترياکو څخه د پوډر جوړولو وړتيا له لاسه ورکړې ده.»

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د ادارې مشر وايي، چي طالبان به په روان کال کي د مخدره توکو د قاچاق له لاري ۷۰۰ ميليونه ډالره ترلاسه کړي.

خو د ناټو وياند وايي، چي له طالبانو څخه به د هغوی د عوايدو منبع واخيستل شي.

د يکوبسن په خبره په افغانستان کي د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له پاره نه يوازي جگړه، بلکي په بېلابېلو برخو کي بايد مبارزه وسي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل