1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: افغان کډوال زیاتو مرستو ته اړتیا لري

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ پر مشر غږ وکړ چې د افغان کډوالو هغو ستونزو باندې خبرې وکړي چې دغه وزارت یې «له کډوالو سره تبعیضي» چلند بولي.

https://p.dw.com/p/1BAYz
انځور: irna

د یوې وینا پاڼې له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو مشر انتونیو ګوتیرس، په تهران کې له ایراني چارواکو سره د سلونو زرو افغان کډوالو د ستونزو په هکله له ایراني چارواکو سره خبري کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ ایران ته د انتونیو ګوتیرس، له سفر څخه مخکې په یوې خپرې شوې وینا پاڼي کې وویل: «په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د انتقالي دورې سره دې ته اړتیا ده چې له افغان کډوالو سره د مرستو لمن پراخه کړای شي.»

د ملګرو ملتونو د وینا له مخې په تیرو درو لسیزو کې څه نا څه پنځه میلیونه افغانان په خپل هیواد کې د جګړو، زور زیاتیو، فقر او غربت له امله پاکستان او ایران ته کډه کیدو ته مجبوره شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو د وزارت ویاند، اسلام الدین جرأت دویچه ویله ته وویل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د چلند په هکله یې له ایراني چارواکو او د ملګرو ملتو له عالي کمیسارۍ سره لا تر مخه خبري کړي دي.

جرأت وویل چې د دوی وزارت ته د رسیدلو معلوماتو له مخې له «کډوالو سره تبعیضي چلند» کیږي. هغه یادونه وکړه: «د ایران اسلامي جمهوري د افغان کډوالو ستر کوربه هیواد دی. په ځینو مواردو کې د هغوی حقوق تر پښو لاندې کیږي.» جرأت په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د دوی وزارت ته په تیر میلادي کال کې د رسیدلو معلوماتو له مخې «افغان کډوال حتی په ایران کې تفریحي پارکونو ته د ورتلو اجازه نه لري. موږ له دې مخکې خپله دغه اندیښنه د ملګرو ملتونو له کمیسارۍ سره شریکه کړې ده او هیله من یو چې د دغې کمیسارۍ مشر په خپل دې سفر کې پر دغه موضوع هم خبرې وکړي.»

د کډوالو ناخوال ژوند

ډیری افغان کډوال په ایران کې له ستونزمن ژوند څخه شکایت کوي او وایي چې ایراني چارواکو هغوی ته «د یوه قانوني کډوال» په توګه کتنه نه کوي. زهرا کاظمي چې له څه د پاسه ۲۵ کلونو راهیسې په ایران کې میشت ده وایی: «له موږ سره د یوې مړۍ ډوډۍ مرسته هم نه کیږي. د کور د کرایې مرسته نه راسره کیږي. د رسمي کار اجازه هم نه راکوي. زموږ ماشومان چې دلته ښونځيو ته تللي دي او د ایران په ټولنه کې ستر شوي دي په پوهنتونو کې د تحصیل اجازه نه لري.»

میرمن کاظمي وایي چې د ایران حکومت د افغانستان له وضعیت څخه خبر دی. خو ایراني چارواکي وخت په وخت ورته د وتلو ګواښ کوي: «موږ ته ویل کیږي چې ځئ ولاړ شئ، خپل وطن ته ستانه شئ.»

په داسې حال کې چې د روان کال په پای کې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د تیرو لسیزو د جګړو او ستونزو څخه اغیزمن شوي ډیری افغان کډوال لا تر اوسه په ګاوندیو هیوادونو کې پاتې دي او نه پوهیږي چې د هغوی راتلونکي به څنګه شي.

د ملګرو ملتونو په وینا پاڼه کې یادونه شوې ده چې: «ایران او پاکستان چې د یو زیات شمیر افغان کډوالو کوربه هیوادونه دي، نړیوالو مرستو ته اړتیا لري تر څو په دغه سخت او ستونزمن وخت کې د پناه غوښتونکو د منلو له پاره خپل ظرفیتونه خوندي وساتلی شي.»

د ایراني چارواکو د ویناوو له مخې کابو یو میلیون افغانان په غیر قانوني توګه په ایران کې ژوند کوي او یوازې ۸۴۰ زره یې د مهاجرو په توګه ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ او غیر حکومتي سازمانونه وایي افغانستان چې اقتصاد یې تر ډیرې زیاتې کچې په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی، د دی وس نه لري چې د ناټو له وتلو څخه وروسته د کډوالو یوه زیاته برخه جذب کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ ویاند محمد نادر فرهاد، دویچه ویله ته وویل چې «د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې تیر کال یوه ستراتیژي وړاندې کړه چې د کومو شرایطو له مخې افغانان کولای شي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي او یا یوه دریم «کډوال منونکي» هیواد ته واستول شي.

ایران خپله د نړیوالو بندیزونو له امله چې د لویدیځ له خوا د اتومې شخړې په وجه پرې لګول شوي دي، له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمیسارۍ د وینا پاڼې له مخې د دغه سازمان د کډوالو د چارو مشر ګوتیرس په ایران کې «د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو او دغه راز له نړیوالو نمایندګیو سره چې له ایراني حکومت سره د دغې کمیسارۍ د مرستو له پاره ټینګار کوي، وګوري.»