1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د اسرائيل او ترکيې ترينگلتيا اندېښمن کړي

۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبه

په 2010 مېلادي کال يوه کښتۍ د غزې و ساحل ته ورنژدې سوه. دغه کښتۍ چي په مرستندويه توکه بار وه د اسرائيلي پوځ لخوا تر بريد لاندي راغله. دغه موضوع د دواړو هيوادونو تر منځ د ترينگلتيا سبب سوه.

https://p.dw.com/p/12SVV
انځور: AP/DW/MontageDW

د ملگرو ملتونو سر منشي، بان کي مون، ويلي دي چي د ترکيې او اسرائيل تر منځ د ترينگلتيا په زياتوالي خواښينی دی. دا پداسي حال کي ده چي د جمعې په ورځ ترکيې د خپل هيواد څخه د اسرائيل سفير وايستی. د دغه ايستنې له کبله د دواړو هيوادونو تر منځ ترينگلتيا نوې بڼه خپله کړه.

د اسرائيل او ترکيې تر منځ هغه وخت ستونزه رامنځ ته سوه کله چي په 2010م مېلادي کال کي د غزې په سواحلو کي 9 ترکيان ووژل سول. دغه ترکيان د اسرائيلي پوځ په ډزو کي هغه وخت ووژل سول کله چي يې په مرستندويه توکو بار کښتۍ کي اخ و ډب رامنځ ته سو. يو شمېر نړۍ والو فعالينو غوښتل چي و هغه وخت محاصرې غزې ته د کښتۍ لا لاري مرستندويه توکي ورسوي. اسرائيل چي د غزې سواحل يې محاصره کړي ول نه غوښتل چي پرته د دغه هيواد د اجازې دغه فعالين مرستندويه توکي و غزې ته ورسوي.

اسرائيلي سرحدي ځواکونو په څو څو ځله د دغي کښتۍ څخه غوښتنه وکړه چي د غزې پر لاري پرمختگ ته دوام ورنه کړي. خو د کښتۍ لخوا د اسرائيل دغه غوښتنې ونه منل سوې. همدا ؤ چي اسرائيلي عسکر د څرخي الوتکو څخه و کښتۍ ته په زور ورننوتل. پدې ترځ کي د کښتۍ د سپرلو او اسرائيلي عسکرو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته سو. د اسرائيلي عسکرو په ډزو کي يو شمېر د کښتۍ سپرلي ووژل سول چي پکښي 9 يې ترکيان ول. د دې تر څنگ پر دغه کښتۍ د ترکيې بيرغ رپېدی. کښتۍ د يوې ترکۍ مرستندويي ټولنې ول.

اسرائيل د پيښي په دفاع کي وويل چي د دغه هيواد پر عسکرو د سوټيانو او ورته آلو لخوا بريد وسو چي دوی و ډزو ته اړ ايستل سول. خو ترکيې بيا ويل چي د بې وسلې فعالينو ځواب بايد په ډزو نه وای ورکول سوی. ترکيې د اسرائيل څخه غوښتنه وکړه چي په سمدلاسه توگه د پيښي په هکله بخښنه وغواړي. کله چي اسرائيل د ترکيې دا خبره ونه منل نو ترکيې د اسرائيل سره خپل پلان سوي پوځي تمرينونه وځنډول. ترکي ولسمشر عبدالله گل هغه وخت وويل چي «د ترکيې او اسرائيل اړيکي نوري هسي ندي چي پخوا وې.»

د 2010م مېلادي کال د پيښي وروسته په ترکيه کي سخت احتجاجونه تر سره سول
د 2010م مېلادي کال د پيښي وروسته په ترکيه کي سخت احتجاجونه تر سره سولانځور: picture alliance/dpa

د جمعې په ورځ (د نوامبر دويمه)دا څرگنده سوه چي د پيښي په هکله د ملگرو ملتونو په خپرېدونکي راپور کي راغلي چي « د اسرائيل لخوا د غزې د سواحلو محاصره قانوني خو د کښتۍ د فعالينو په وړاندي وسله وال غبرگون غېر ضروري او تر اندازې زيات توند ؤ،....». همدا ؤ چي ترکيې په خپل هيواد کي اسرائيل د سفير څخه وغوښتل چي ترکيه پرېږدي. دغه کار د دواړو هيوادونو تر منځ د ترينگلتيا د يو نوي عروج معنا ورکوي.

د يادولو وړ ده چي د 2010 مېلادي کال د پېښي څخه تر مخه د اسرائيل او ترکيې اړيکي ډيري ښې وې. د دواړو ملگرو هيوادونو تر منځ يو شمېر پوځي تړونونه هم شتون درلود چي له مخي يې گډ پوځي تمرينات هم کول.

داسي اټکل کيږي چي د ملگرو ملتونو نوی راپور د ترينگلتيا سبب گرځېدلی دی. خو د ملگرو ملتونو وياند ويلي دي چي د ترکي مرستندويانو د وژنې په هکله د ملگرو ملتونو د راپور اصلي مقصد د دواړو هيوادونو بېرته سره نژدې کونه وه.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش