م.م: د افغانستان په زندانونو کي شکنجې لږ سوي, خو کافي نه دي

د ملگرو ملتونو تازه راپور ښيي چي پر دې سربيره چي د افغانستان په زندانونو کي شکنجې لږ سوي دي، خو دغه ستونزه اوس هم سته او د مخنيوي په برخه کې يې سوي هڅي ناکافي دي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سياسي ماموريت (يوناما) او د دغه سازمان د بشري حقونو څانگي په يوه تازه راپور کي راغلي دي چي د افغانستان په زندانونو کي شکنجې لږ سوي، خو کافي نه دي.

دغه راپور چي د ۲۰۱۷م کال له پيل څخه د ۲۰۱۸م کال تر پايه پوري د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د ۶۱۰ پوښتل سوو زندانيانو د څرگندونو پر بنسټ جوړ سوی، پکښې راغلي دي چي د ملي اردو او پوليسو په زندانونو کي شکنجې له ۳۹ سلني څخه ۳۲ ته او د ملي امنيت په توقيفځايونو کي له ۲۹ سلني څخه ۱۹ راکښته سوي دي.

د يوناما په خبر پاڼه کي په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي تداميچي ياماموتو په حواله راغلي دي: «لکه څرنگه چي زموږ له راپور څخه ښکاري، تر اوسه هم په زندانونو کي د وسله والو منازعاتو د بنديانو ترمنځ د دغه فجيع عمل د ريښي له منځ وړلو له پاره اوږده لاره پاته ده.»

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ او يوناما د معلوماتو له مخي، بنديانو ادعا کړې ده چي د بېلگې په توگه د کندهار په زندان کي داسي شکنجې لکه خفه کول، برقي جټکې، د تناسلي آلې کشول او په چت پوري ځوړند کول موجودي دي. دغه راز د کندهار له زندان څخه د بنديانو د ورکېدو ادعاوي هم ثبت سوي دي.

ډيرو بنديانو ويلي دي چي د په زوره اعتراف کولو په موخه شکنجه سوي دي او هغه وخت چي اعتراف وکړي، بيا نه دي شکنجه سوي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي شکنجې او بدرفتارۍ په ټولو زندانونو او توقيفځايونو کي يو شان نه وې. مثلاً د کابل د پوليسو په نظارتخانه کي په سلو کي ۳۱ سلنه له شکنجې شکايت کړی، خو په کندهار کي د ملي پوليسو په نظارتخانه کي بيا دغه شکايت په سلو کي ۷۷ سلنه وو.

د بشري حقونو په برخه کي د ملگرو ملتونو کمېشنر ميشل باچلت، د شکنجې د مخنيوي په برخه کي د افغانستان اقدامات ناکافي بللي دي.

هغه د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چي د دغو شکنجو د له منځه وړولو له پاره جدي اقدام وکړي.

شکيلا ابراهيم خيل

زموږ له ارشيف څخه:

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

امریکا متحد ایالات

۲۱ لکه او ۴۵ زره کسان په بند کي دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

چین

۱۶ لکه او ۴۹ زره کسان بنديان دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

برازیل

۶ لکه او ۵۹ زره کسان په بند کي شپې او ورځي تيروي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

روسیه

۶ لکه او ۱۸ زره کسان بنديان سوي دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

هندوستان

۴ لکه او ۱۹ زره کسان په زندانونو کي دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

تایلنډ

درې لکه کسان بنديان دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

میکسیکو

۲ لکه او ۳۳ زره کسان زنداني سوي دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

ایران

۲ لکه او ۲۵ زره کسان بنديان لري.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

اندونیزیا

۲ لکه او ۲۴ زره کسان په زندانونو کي دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

ترکیه

دوه لکه کسان بنديان دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

جنوبی افریقا

۱ لک او ۶۱ زره کسان په زندانونو کي دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

فيليپین

یو لک او ۴۲ زره کسان په زندانونو کي پراته دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

ویټنام

یو لک او ۳۰ زره زندانيان لري.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

کولمبیا

په دغه هيواد کي یو لک او ۱۵ زره کسان بنديان دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

ایتوپیا

په ايتوپيا کي یو لک او ۱۱ زره کسان بنديان دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

مصر

یو لک او ۶ زره کسان په زندانونو کي دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

بریتانیا

۸۵ زره بنديان لري.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

پیرو

۸۳ زره کسان زندانيان لري.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

پاکستان

يو لک او ۸۰ زره کسان پکښې بنديان دي.

تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟

مراکش

په مراکش کي۸۰ زره کسان بنديان دي.

موږ تعقيب کړئ