1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

م.م: په ننګرهار کې جگړو ۵۶۰۰۰ کسان بې ځایه کړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې د تیرو ورځو نښتو ۵۶۰۰۰ کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3HpKm
Binnenflüchtlinge in Afghanistan
انځور: DW/O. Deedar

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دفتر په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د اپریل میاشتې تر۳۰مې نیټې پورې په خوږیاڼي او شیرزاد ولسوالیو کې ۵۶۳۲۹ تنه له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه کسان اته ورځې تر مخه د طالبانو او داعش تر منځ جګړې له کبله بې ځایه شوي دي.

د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکونو دغه دواړه ډلې پر شا تمبولي دي او د ځمکني ځواکونو د ملاتړ په موخه په دواړو ولسوالیو کې هوایي بریدونه هم شوي دي. خوږیاڼې په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې اوسمهال جګړه دریدلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي دي چې جګړې د اپریل میاشتې په ۲۲مه نیټه پېل شوې وې.

آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو او داعش جنګیالیو په ننګرهار ولایت کې د سیمو د نیولو پر سر تر دې دمخه هم څو وارې سره جګړې کړې دي چې دواړو لورو ته یې مرګ ژوبله هم لرلې ده.

خو په افغانستان کې تل ملکیان د روان کړکیچ له کبله زیان ویني. د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په وینا د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د اپریل میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې په افغانستان کې ۸۰۰۰۰ کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې په تیر میلادي کال کې په ټوله کې د افغانستان دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر تر ۳۸۰ زرو اوړي.

(sr/nz (dpa