1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: طالبان باید پر ښځو لګول شوي محدوديتونه لغوه کړي

۱۴۰۱ خرداد ۵, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ويلي دي چې دغه هيواد د بشري حقونو له «شديدو» ننګونو سره مخ دی او پر طالبانو یې پر ښځو د مخ پر زياتيدونکي محدودیتونه د لغوه کولو غږ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Bu1u
Richard Bennett Amnesty International
انځور: Amnesty International

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ريچارد بينت دغه هيواد ته د خپل يوولس ورځني سفر په ورورستۍ ورځ له خبريالانو سره خبرې وکړې. دا د دې دندې تر سمبالو وروسته افغانستان ته د  نوموړي لومړی سفر وو.

هغه په دې ترڅ کې وويل: «ما پر چارواکو غږ وکړ چې د بشري حقونو د برخې ننګونې چې دوی ور سره لاس او ګریوان دي درک کړي او د ژمنو او کړنو ترمنځ یې واټن راکم کړي.»

بينت زده کړو ته د نجونو د نه لاس رسي له کبله هم اندېښنه څرګنده کړه. طالبانو په مارچ مياشت کې تر شپږم ټولګي پورته صنفونو نجونو ته لومړی ښوونځيو ته د تللو اجازه ورکړه خو بيا بيرته ډېر ژر له خپلې خبرې پر شا شول او په روانه مياشت کې اعلان وکړ چې ټولې ښځې بايد خپل مخونه هم پټ کړي.

ريچارد بينت وويل: «د محرم په اړه لارښوونه، د حجاب د سختې بڼې د رايجولو او په کور کې د پاتيدو سپارښتنه د جنسيت پر بنسټ د جلاوالي نمونه تقويه کوي او ښځې په ټولنه کې د نه ليدو وړ ګرځوي.»

خو د طالبانو مرستيال وياند انعام الله سمنګاني بيا د بشري حقونو په اړه اندېښنې رد کړي دي او ويلي یې دي چې چارواکو ‌ذکر شويو مسئلو ته پاملرنه کړې ده او د نجونو د زده کړو پر مسئلې هم کار روان دی.

Afghanistan neue Bekleidungsregeln der Taliban
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP

پر مذهبي لږکيو بريدونه

بينت په افغانستان کې د شعيه مذهبي اقليت او همدا راز د صوفي لږکۍ پر غړيو د بريدونو په اړه هم چې نوموړي «د بشريت ضد جرايمو نخښې» لرونکي تمايل په توګه ياد کړل، د پلټنو غږ وکړ.

په دې وروستيو مياشتو کې پر يو شمير مسجدونو او ملکي اهدافو بريدونه ترسره شول چې د ځينو پړه یې داعش ترهګرۍ ډلې پر غاړه واخيسته.

دغي ډلې په مراز شريف کې د چهارشنبې د ورځې د دريو بريدونو پړه هم منلې ده چې ۱۵ کسان پکې ووژل شول. دغه زياتره بريدونه په داسې سيمو کې رامنځته شوي چې اکثريت اوسيدونکي یې شعيه مذهبه دي.

همدا راز په کابل کې هم پرون، چهارشنبه يوه بريد چې پړه یې تر اوسه چا منلې نه ده، د سني مسلمانانو په يوه مسجد کې پنځه کسان ووژل.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)