1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. له نړیوالي ټولي ۱۶،۴ميليارده ډالره غواړي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۱۸, سه‌شنبه

ملگرو ملتونو په نړیواله کچه د بشري مرستو په موخه د ۱۶.۴ میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده. د دغو پیسو ۴۰ سلنه برخه به د سوریې په روانه جگړه کې زیانمنو شویو کسانو ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1E1Gq
انځور: Reuters/P. Albouy

ملگرو ملتونو په نړیواله کچه د بشري مرستو رسولو له پاره په ۲۰۱۵م کال کې د ۱۶.۴ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. له دې پیسوڅخه به د نړۍ ۵۷ میلیونه اسیب پذیرو انسانانو سره مرستې وشي چې د جگړو او طبیعي ناورینونو له کبله زیانمن شوي دي.

له غوښتل شویو پیسو څخه به د افریقا له مرکزي جمهوریت، عراق، افغانستان، کانگو، میانمار، فلسطین، سومالیا، اوکراین او یمن سره مرستې وشي. لومړي درې هیوادونه د ملگرو ملتونو په لومړیتوبونو کې دي.

تیر کال ملگرو ملتونو له۵۲ میلیونه اسیب پذیزو انسانانو سره د مرستې په موخه د ۱۲،۹ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د څانگې مشر ویلاري اموس، په ژنیو کې وویل: «موږ به د مرسته رسووني په عملیاتو کې د خلکو گومارني ته دوام ورکړو. موږ به د ژر او موثر ځواب ورکولو له پاره هر څه ترسره کړو. خو د اړتیا ډیریدل اوس زموږ له ظرفيته د ډیریدو په حال کې دي.»

په داسې حال کې چې د اړینو کسانو ۸۰ سلنه په جنگي سیمو کې میشت دي، اموس وویل چې د مرستو له پاره ستره غوښتنه د دې سبب شوې ده، چې ټولو کسانو ته د مرستي رسولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو کمیشنر انتونیو گوتیریس، وویل چې اوس تر بل هروخت په نړۍ کې ډیر بشري مرستو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه: «د بشري مرستو په نړۍ کې اوس وضعیت نورمال نه دی. بې له ستر ملاتړه، موږ کولای نه شو، چې په بېلو بېلو سیمو او جگړو کې ټولو اړینو کسانو ته مرستي ورسوو.»

سوریه مرستي ته اړتیا لري

د غوښتل شویو مرستو ۴۰ سلنه به سوریې ته ځانگړې شي، څو له ۱۸،۲ میلیونه کسانو سره بشري مرستي وشي. ملگري ملتونه په داسې حال کې د دغو مرستو غوښتنه کوي چې یوه اوونۍ دمخه د خوراکي موادو نړیوال پروگرام اعلان وکړ چې له سوریایي کډوالو سره به د خوراکي موادو مرستې قطع کړي.

د ۲۰۱۵م کال له پاره په غوښتل شویو مرستو کې له لوږي سره له مخامخو افریکايانو سره مرستي شاملي نه دي چې له سختي وچکالي سره مخامخ دي.