1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: يو مليون کوچنيانو د مرگ د گواښ سره مخ دي

۱۳۹۰ مرداد ۱۷, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان په رسمي ډول د سوماليا په ځينو جنوبي برخو کي د قحطۍ له امله د بيړني حالت اعلام وکړ. ويل کيږي چي په نړيواله سطحه د سوماليا په هيواد کي په سؤتغذي باندي د اخته کوچنيانوشمېر بې ساری دی.

https://p.dw.com/p/12CmO
په سوماليا کي تر اوسه پوري په سلهاو انسانان د لوږي څخه مړه سوي دي
په سوماليا کي تر اوسه پوري په سلهاو انسانان د لوږي څخه مړه سوي ديانځور: picture-alliance/dpa

سوماليا داسي يو هيواد دی، چي د داخلي جګړو له امله پکښي د مرستو رسول هم يو ستونزمن کار دی.

د کينيا په پايتخت نايروبي کي د بشري مرستو د پاره د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر ويلي چي تقريباً په ټول هيواد کي د ۳،۷ مليونو سوماليايانو څخه د هغوی نيمايي برخه د جدي خطر سره مخامخ ده.

د څو کالو راهيسي د پرله پسې وچکالۍ له امله په جنوبي باکول او شابل سيمه کي بيړنی حالت اعلام سوی.

د سوماليا دپاره د عاجلو مرستو د رسولو مسؤل مارک بوودن د نړيوالي ټولني څخه په جديت سره غوښتي چي دغه هيواد ته د کومک په ورکولو کي د بېړي څخه کار واخلي.

ده زياته کړه چي د مرستو د رسولو په يوې ورځي ځنډ سره د هغو انسانانو مرګ او ژوند تړلی دی، چي د وچکالۍ سره مخامخ سيمو کي ژوند کوي.

د اکسفام په نامه مرستندويي ټولني د معلوماتو پر اساس د سوماليا خلک يو ميليارد يورو ته اړتيا لري. د ملګرو ملتونو د سازمانو چارواکي وايي، چي د نړيوالي ټولني اوسنۍ ژمني په هيڅ صورت کي د سوماليا سره د مرستو د پاره کفايت نه کوي.

د جنوبي باکول او شابل په سيمه کي څه دپاسه ۳۰ فيصده کوچنيان په سؤتغذي اخته دي. د بوودن د اطلاعاتو پر اساس هره ورځ د لسو زرو کوچنيانو څخه شپږ تنه يې خپل ژوند دلاسه ورکوي. نو دغه ډول يوه حالت ته په کتو سره د ملګرو ملتونو سازمان په دغه ځای کي د لوږي د اضطراري حالت څخه خبرداری ورکړی دی.

د جنوبي سوماليا اکثره سیمي د الشباب په نامه اسلامي ډلي تر کنترول لاندي دي. هغوی د ۲۰۰۹ کال په پای کي خارجي مرستندويان تهديد کړل او د هيواده څخه يې وايستل.

خو څو ورځو مخکي د الشباب ځواکونو خپل دغه تهديد بېرته اخيستی او د مرستو غوښتنه يې کړې ده. د يونيسف په نامه د کوچنيانو دپاره د ملګرو ملتونو صندوق، په افريقا کي د شلو کالو راهيسي د يوه ډېر بد حالت څخه خبر ورکړی.

د افريقا په ټوله وچه کي تقريباً ۱۱ مليونه کسان د لوږي د خطر سره مخامخ دي. د «کوچنيان وژغوري!» په نامه سازمان خبرداری ورکړی، چي ددغه بحران له کبله به يو مليون کوچنيان خپل ژوند دلاسه ورکړي.

آژانسونه/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل