1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په افغانستان کي گڼ شمېر ماشومان په جگړه کي ښکېل دي

۱۳۸۹ بهمن ۲۳, شنبه

د ملگرو ملتونو د احصايو له مخي په نړۍ کي اوس هم څه باندي د دوه نيمو لکو ماشومانو څخه د جنگياليو په توگه کار اخيستل کيږي. هغه پداسي حال کي چي د 2002 ميلادي کال راهيسي دغه په نړۍ واله توگه غېر قانوني گرځول سوی کار دی.

https://p.dw.com/p/R0JJ
گڼ شمېر افغانان چي اوس 30 کلن دي په جگړه کي ږېږېدلي او لوی سوي ديانځور: AP

د افغانستان غوندي هيواد کي د ماشومتوب معصوميت ډېر ژر له منځه تللای سي. پدغه هيواد کي نه يوازي دا چي ماشومان د جگړې قرباني کيږي بلکه گڼ شمېر ماشومان د جگړې د دواړو اړخونو لخوا په کار هم اچول کيږي.

په افغانستان کي پوځي منابع پر طالبانو تور لگوي چي دوی يا کم سنه هلوکان غلا کوي او ورباندي وسلې چلوي او يا په بريدونو کي ځندي کار اخلي او يا هم د پيسو په بدل کي هغوی په جگړه کي راښکېلوي.

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي چي په تيرو نهو مياشتو کي چي دوی کوم ممکنه ځانمرگي بريد کوونکي نيولي دي په هغوی کي د 80 فيصدو عمرونه د 13 او 17 تر منځ دي او دوی هلکان دي.

خو يوازي طالبان ندي چي په خپلو جنگي صفو کي د کمسنو جنگي کار اخلي بلکه په افغان پوليسو کي هم گڼ شمېر کمسنه هلکان سته. د ملگرو ملتونو سره د يوه تازه تړون د لاسليک کېدو وروسته افغان حکومت ويلي دي چي د دې وروسته به په پوليسو کي قانوني عمر څخه ټيټ کسان پرې نږدي.

د کندهار سيمه چي د طالبانو روحاني مرکز بلل کيږي پکښي د کمسنو جنگياليو شمېر ډېر زيات دی. د امريکايي پوځ صاحب منصب مايک کېن وايي چي دوی د وسله والو سره د جگړې پر وخت ويني چي گڼ شمېر جنگيالي د 15 او 16 کلنو عمرونه لري. نوموړی وايي چي دغه کمسنه هلکان د پيسو لپاره په جگړه کي برخه اخلي.

په کابل کي د بهرني پوځونو يو بل صاحب منصب د خپل نوم نه ښودلو په شرط و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي کله چي بهرني ځواکونو په جگړه کي جنگيالي وژني نو هغوی يې و عمر ته پام نه سي کولای او دا چي دوی مجبوره دي چې بېله د عمر د توپير کونې جنگيالي ووژني. دی زياتوي چي کمسنه جنگياليو ته دوی د اطفالو جنگياليو نوم ورکړی دی او دا چي که يې دوی ونه وژني هغوی به دوی ووژني.

د فرانس پريس سره د خبرو پر وخت د طالبانو وياند يوسف احمدي دا تورونه رد کړل چي گواکي طالبان په جگړه کي د کمسنو هلکانو څخه کار اخلي. احمدي دغه ډول خبري د طالبانو په وړاندي د نړۍ والو ځواکونو پروپاگنډ وبلی.

ملگري ملتونو په خپل يوه راپور کي ويلي دي چي د تېر مېلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي په افغانستان کي 176 ولسي ماشومان ووژل سول او څه باندي 389 هم ژوبل سول.

افغان حکومت د ملگرو ملتونو سره په يوه تړون کي ځان مکلف کړی چي تر 18 کالو څخه کم عمر لرونکي کسان به په امنيتي کړيو کي نه استخدام کوي. خو پداسي حال کي چي افغان حکومت تر 2014م مېلادي کال پوري د هيواد امنيت پخپله غاړه اخيستل غواړي او بايد ډېر ژر زيات شمېر پوځيان جلب کړي نو اوس هم پدوی کي ډېر د قانوني عمر کښته ځوانان تر سترگو کيږي.

احمدولي اڅکزی / فرانس پرېس

کتونکی: محمد قاسم نوري