1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په افغانستان کې تر مظاهرو وروسته شپږ کسان ورک دي

۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو په ملاتړ په ترسره شويو مظاهرو کې تر ګډون وروسته شپږ کسان تري تم شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د دغو کسانو د آزادولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/46NOM
Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسارۍ د سه شنبې په ورځ په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو په حواله د لادرکه شويو کسانو څخه یې پنځه ښځې او يو نارينه دی.

زياته شوې چې که څه هم طالب چارواکو په دې اړه د پلټنو ژمنه کړې ده، خو دغه کسان اوس هم لادرکه دي.

له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار او فعاليت بندیزونه ولګول شول.

د ملګرو ملتونو په حواله د جنورۍ پر ۱۹ نېټه يوه ښځه او د کورنۍ يو غړی یې چې په يوه مظاهره کې يې ګډون کړی وو، په کابل کې وتښتول شول. په هماغه ورځ په همدې ښار کې له  يوه کوره څلور خوېندې هم بيول شوي دي.

ولي طالبان د خلکو غږ چپ کولو له پاره له زوره کار اخلي؟

د ملګرو ملتونو په حواله داسې رپوټونه هم شته چې د مظاهرو په نورو ګډونوالو پسې هم لټه روانه ده چې دې کار د ويرې فضا رامنځته کړې ده.

د ملګرو ملتونو دفتر پر دې سربیره د فعالانو، رسنيو له کارکوونکو او همدا راز د پخواني حکومت له مامورينو او امنيتي ځواک له پخوانيو غړيو سره د ناوړه چلند او شکنجې رپوټونه هم ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د نيول شويو کسانو د آزادولو او هغو عاملينو د تعقیب غوښتنه کړې ده چې انسانان د خپلې پخوانۍ دندې او فعاليت او نظر له کبله شکنجه کوي او ناوړه چلند ورسره کوي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: