1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په نړيواله کچه مهاجرت ډير سوی دئ

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ خرداد ۲۹, چهارشنبه

وسله والي جگړې او نور کړکېچونه په تيرو دوو لسيزو کي د دې عامل سوي دي، چي په نړۍ کي د گډوالۍ کچه بې ساري لوړه سي. يوازي په ۲۰۱۲ کال کي نزدې ۴۵،۲ ميليونه انسانان په تېښته کي ول.

https://p.dw.com/p/18smJ
Iraqi and Syrian Kurdish refugees cross the Iraqi-Syrian border illegally near Faysh Khabur, Iraq, on Tuesday, August 14, 2012. David Enders/MCT /LANDOV AOL, GOOGLE, YAHOO OUT. Rechtevermerk
Syrische und irakische Flüchtlingeانځور: picture-alliance/dpa/landov

په ژنيو کي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۹) ويلي دي چي دا له ۱۹۹۴ کال راهيسي د کډوالو تر ټولو ستر شمېر دی.

د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو عالي کمېشنر انتونيو گوترز وويل: «دا د رواندا له نسل وژني او يوگسلاويا تر پاشلو وروسته د کډوالو تر ټولو ستره شمېره ده.»

د هغه په خبره د کډوالو نزدې پنځوس سلنه له هغو هيوادونو څخه دي، لکه افغانستان، عراق، سوريه او صوماليا چي همدا اوس پکښي جنگونه او زور زياتی روان دئ.

د دغه رپوټ په حواله نزدې ۲۸،۸ ميليونه انسانان په خپلو هيوادنو کي بې ځايه سوي دي او ۱۵،۴ ميليونه بيا خپل وطنونه پرې ايښي دي او نورو هيوادونو ته تښتېدلي دي. دغه راز ۹۳۷۰۰۰ تنو بيا په نورو هيوادونو کي سياسي پنا غوښتې ده.

يوازي سږ کال په نړيواله کچه ۱،۱ ميليون انسانان له نړيوالو سرحدونو څخه تير سوي او تښتېدلي دي. په داسي کال کي چي ۶،۵ ميليونه بيا په خپلو هيوادونو کي بې ځايه سوي دي.

گوترز ويلي دي چي د شمېرو له مخي داسي ښکاري چي په هرو ۴،۱ ثانيه کي يو تن تښتي ته مجبوره کيږي.

له ۲۳ کلونو راهيسي افغانستان د هغو هيوادونو پر سر کي راځي چي وگړي ئې ډير کډوال کيږي. په نړيواله کچه د مهاجرو هر څلورم تن افغان دئ. تقريباً ۲،۶ ميليونه افغانان مهاجر دي.

په دغه ليست کي تر افغانستان وروسته صومالیا، عراق، سوريه او سوډان راځي چي ډير وگړي ئې کډوالۍ ته مجبوره سوي دي.

د هغو هيوادونو په سر کي چي ډير کډوال ورغلي دي پاکستان دئ، چي نزدې ۱،۶ ميليونه کډوال پکښې مېشت دي. تر هغه وروسته بيا ايران، آلمان، کينيا او سوريه دي.

په سوريه کي تر کورنۍ جگړې دمخه له عراق څخه ډير کډوال دغه هيواد ته ورغلي ول.