1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

م.م: په هرو څلورو ورځو کې یو خبریال وژل کیږي

۱۳۹۷ آبان ۸, سه‌شنبه

د آلمان په بن ښار کې د ملګرو ملتونو یونیسکو آلماني سازمان ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې په هرو څلورو ورځو کې یو خبریال وژل کیږي. افغانستان او مکسیکو بیا د خبریالانو له پاره د خونړیو هیوادونو په ډله کې راځي.

https://p.dw.com/p/37ODD
Pakistan Journalisten Mord Pressefreiheit Medien
انځور: picture-alliance/dpa/T.Mughal

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې پر۳۰نیټه) د آلمان په بن ښار کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو آلماني سازمان یا په آلمان کې یونسیکو د خبریالانو د مرګ او د دوی پر ضد د تاوتریخوالي د پیښو په هکله وویل چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې په هرو څلورو ورځو کې یو خبریال د خپلې دندې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه نړیوال سازمان د ۲۰۰۶م کال نه د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې د خبریالانو د مرګ ۱۰۱۰ پیښې ثبت کړي دي. په روان کال کې د دغه راز پیښو شمیر لا له وړاندي ۸۶ پیښو ته رسیدلی دی. دغه سازمان ویلي دي چې د خبریالانو د مرګ په پیښو کې هره لسمه پیښه حل شوې ده او پاتې نورې دوسیې همداسې پر خپل ځای پاتې دي.

Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په داسې حال کې چې د نوامبر میاشتي دوهمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، لا هم د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د خبریالانو د مرګ اړوند قضیې په شفافه توګه نه دي څیړل شوي.

د یونسیکو د شمیرو له مخې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۷م کال کې په داسې هیوادونو کې چې پکې وسله والې شخړي نه دي شوي، د خبریالانو د مرګ پیښې ۵۵ سلنه ډیري شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې د خبريالانو د مرگ پيښي چې۸۰ ته رسیږي، ۳۴ سلنه يې په آسیا کي دي. د ټولو ۸۰ پیښو څخه د ۲۸ سلنه پیښو په لرلو سره لاتینه امریکا او کاربین سیمه په دوهم مقام کې ځای لري. عربي نړۍ د ۲۲ سلنه پیښو، افریقا د ۷ سلنه، غربي اروپا او شمالي امریکا د ۶ سلنه او مرکزي او شرقي اروپا د ۳ سلنه پیښو په لرلو سره یو په بل پسې راغلي دي.

Screenshot Reporter ohne Grenzen in Afghanistan getötete Journalisten
انځور: rsf.org

په دې ترڅ کې په مکسیکو کې د ټولي نړۍ په پرتله ډیر خبریالان وژل شوي دي. په مکسیکو کې د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې ۱۳ خبریالان او په افغانستان کې بیا ۱۱ خبریالان وژل شوي، چې دغه دواړه هیوادونه د خبریالانو له پاره تر ټولو خونړي هیوادونه یاد شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: