1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: په ۲۰۱۵ کال ۲۰۰ زره افغانان اروپا ته مهاجر سوي دي

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

و اروپا ته سږ کال په دومره شمېر زيات شمېر انسانانو پناه وروړې چي مخکي يې ساری نه ؤ ليدل سوی. د ملګرو ملتونو سازمان وايي چي اروپايان بايد له کډوالو سره لا زياتي مرستي وکړي.

https://p.dw.com/p/1HRnD
انځور: Reuters/Y. Behrakis

و اروپا ته د پناه غوښتونکو راتګ سږکال (۲۰۱۵م) دومره جګ سوی چي په تاريخ کي يې ساری نه ليدل کيږي. د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې UNHCR ويلي دي چي په ۲۰۱۵ کال و اروپا ته تقريبا يو مليون انسانانو د پناه تر لاسه کولو په مقصد و اروپا ته ځانونه رسولي دي. نوموړي ادارې په دې تړاو د سه شنبې په ورځ (د دسامبر ۲۲مه) په ژينيف کي نوي ارقام وړاندي کړل. د يادي ادارې په ځانګړي راپور کي راغلي چي ګڼ شمېر انسانانو د تاوتريخوالي، مرګ او نورو لويو ګواښونو له کبله خپل هيوادونه پرې ايښي او د سولي په تلاښ اروپا ته راغلي دي.

د UNHCR له خوا د خپرو سوو شمېرو له مخي د دوشنبې تر ورځي (د دسامبر ۲۱مه) د کښتيو په وسيله د راتلونکو کسانو شمېر ۹۷۲ زرو انسانانو ته ورسېد. زياته سوې چي پر دغه خطرناکه لاره په روان مېلادي کال کي ۳۶۰۰ انسانان وژل سوي دي. د دغه ادارې په راپور کي ويل سوي چي تقريبا ۳۴۰۰۰ انسانان د ترکيې څخه د مځکنۍ لارو په وسيله و يونان او بلغاريې ته ورغلي دي.

د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر انتونيو ګوتېريس پر اروپايانو ږغ کړی دی چي د پناه غوښتونکو سره لا زياتي مرستي وکړي. هغه غوښتنه وکړه چي د پناه غوښتونکو زوند او د هغوی حقونه بايد وژغورل او وساتل سي. نوموړي په اروپا کي د لا زیات خارجي ضد تمايل څخه خبرداری وکړ.

د راپور له مخي و اروپا ته په راغلو پناه غوښتونکو کي د نيمايي برخي تړاو د سوريې د هيواد سره دی. ويل سوي چي د دغه یو مليون څخه تقريبا ۲۰ سلنه برخه او په دې توګه تقريبا ۲۰۰ زره له افغانستان څخه راغلي دي. و اروپا ته په ۲۰۱۵ کال د مهاجر سوو ټولو انسانانو څخه ۷ سلنه عراقيان ياد سوي دي.