1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منموهن سنګ: په افغانستان کي بدلون پر هند مستقيمه اغيزه لري

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

منموهن سنګ، نن «پنجشنبه» د ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. هند له افغانستان سره د نوو مرستو ژمنه وکړه او په عین وخت کی د افغانستان د سولی له پلان ملاتړ وکړ.

https://p.dw.com/p/11E5f
افغان او هندی مشران
افغان او هندی مشرانانځور: UNI

د هند صدراعظم منموهن سنګ له ولسمشر حامد کرزی سره له لیدنی کتنی څخه وروسته وویل چی هند د افغانستان له هغه یو پلان خخه ملاتړ کوی چی غواړی د طالبانو تر مشری لاندی له بغاوت سره روغه جوړه وکړی

دا لومړی ځل دی چی هند له داسی یو پلان څخه په ښکاره توګه ملاتړ کوی. له دی مخکی کله چی ناتو او امریکا متحده ایالاتو له داسی یو پلان سره موافقه کړی وه، نوی دهلی خپله انديښنه څرګنده کړه.

هند او پاکستان دواړه هغه هيوادونه دي چي له افغانستان سره، د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د کلکو اړيکو غوښتونکي دي.

سنګ افغانستان ته د سفر پر مهال وويل چي، افغانستان او هندوستان په يوه سيمي کي پراته او پر يو بل اغيزمن دي:

«موږ د يوې سيمي خلک يو. هندوستان په افغانستان کي د تغيراتو تر تاثير لاندي راځي.»

هندوستان يو له هغو هيوادونو څخه دی، چي تل يي افغانستان ته خپل ښه نيت د مرستو په کولو ښودلی دی. وروسته له هغه چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت ړنګ سو، د ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره تر اوسه پوري دغه هيواد 1.3 میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د هندوستان يو لوړپوړي چارواکي افغانستان ته د منموهن سنګ د سفر په اړه وويل: «په سيمي کي د تروريزم په وړاندي د جګړې پر سر بحث هم د هندي صدراعظم د سفر په اجندا کي شامل دی. خو د دغه سفر اصلي موخه به د هغو لارو پيدا کول وي ، چي موږ و کولای سو د افغانستان سره لا ډيري مرستي وکړو.»

افغانستان ته د منموهن سنګ سفر په داسي حال کي کيږي ، چي د القاعدې د مشر د مړيني سره پر غربي هيوادونو عامه او سياسي فشار ډير سوي، ترڅو خپل ځواکونه د افغانستان څخه و باسي.

افغانستان او هندوستان د ګاونډي هيواد پاکستان سره په دې وروستيو کي ښيې اړيکي نه درلودې. دغه هيوادونه پاکستان په دې تورنوي، چي په سيمي کي د تروريستي شبکو او ياغيانو سره مرستي کوي.

د هندوستان د حکومت يو چارواکي وويل: «هند غواړي چي د اسامه بن لادن د مړيني په اړه د حامد کرزي نظر واوري. القاعدې ټولو ته انديښني پيدا کړي. زه هيله لرم چي د اسامه بن لادن د مړيني سره به په سيمي کي حالات ښه سي.»

هغه دغه راز وويل چي ، د امريکايي پوځيانو په وتلو سره هندوستان داسي کوم تصميم نه لري چي په ترڅ کي يې په افغانستان کي خپل پوځي حظور پياوړی کړي، خو ده زياته کړه چي که افغان حکومت د هندوستان څخه ددې خبري غوښتنه وکړي نو کيدای سي چي هند خپل پوځيان په افغانستان کي لا ډير کړي:

«دا ټول په افغانستان پوري اړه لري. که دغه هيواد د هندوستان د پوځي حظور د پياوړي کيدو غوښتونکی سي، موږ به هم بحث باندي وکړو.»

په تيرو لسو کلونو کي افغان ولسمشر، حامد کرزي، هندوستان ته لس واري سفر کړی، چي دا د هندوستان سره د ده علاقمندي ښيي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم