1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منوچهر متکي په کابل کي د حامد کرزي سره کتلي

۱۳۸۹ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي په يوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی.

https://p.dw.com/p/P7Sm
کابل ته د منوچهر متکي سفر له رسنيو پټ ساتل سوي وو.
کابل ته د منوچهر متکي سفر له رسنيو پټ ساتل سوي وو.انځور: AP

متکي چي هيواد يي د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته له افغانستان سره د مرسته کونکو ګاونډيو هيوادونو په کتار کي مخ کښ ځاي لري په داسي حال کي کابل ته سفر کوي چي د واشنګټن او کابل تر منځ ديپلوماتي اړيکي خپل تر ټولو زياتي پيچلي پړاو ته داخلي سوي دي.

له متکي سره په دغه سفر کي د ايران يو شمير نور ډيپلوماتان هم مله ول.

د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په کابل کي دويچه ويله ته په استول سوې يوه وينا پاڼه کي ويل سوي چي منوچهر متکي په کابل کي له افغان ولسمشر حامد کرزي او خپل افغان سيال ډاکټرزلمي رسول سره کتلي دي.

کابل ته د منوچهر متکي سفر له رسنيو پټ ساتل سوي وو.

د سياسي چارو شنونکي په دي اند دي چي ايران اوس هڅه کوي چي د واشنګټن او کابل تر منځ د ديپلوماتيک واټن له رامنځ ته کيدو په خپله ګټه کار واخلي.

په دې ورستيو کي ګاونډيو هيوادونو ته د افغان ولسمشر سفرونه هم ډير سوي دي.

څو مياشتي دمخه افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی ايران او بيا روسيې ته سفر وکړ چي دغو سفرونو له کرزي سره د امريکا د شراکت په باب د امريکايي چارواکو انديښنې را وپارولې.

که څه هم په دقيه توګه تر اوسه نده روښانه چي د ايران د بهرنيو چارو وزير به له افغان چارواکو سره په کومو نورو مسايلو خبري کوي. خو د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي چي تهران له کابل سره په دغه حساس وخت کي د خپلو اړيکو ټينګول غواړي چي په مرسته يې په افغانستان کي د امريکا حضور ضعيفه کړي.

تهران په اوس وخت کي د افغانستان په لويديځ هرات ولايت کي له ايران سره پولو ته نژدې د امريکا د نظامي هډو له جوړولو ويره لري او څو څو ځله يي دغه ويره له افغان چارواکو سره شريکه کړې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل