1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منګل: په ساروان کلا کي د سولي تړون امنيت راوستی

۱۳۸۹ اسفند ۱۵, یکشنبه

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي د سنګين ولسوالۍ په ساروان كلاسيمه كي يي د قومي مشرانو او سپين ږيرو په مرسته يوه شوراه جوړه كړې ده چي، ورسره جوخت په سيمه كي امنيت هم راغلى دى.

https://p.dw.com/p/R6ib
د هلمند والي محمد ګلاب منګل
د هلمند والي محمد ګلاب منګلانځور: Karlos Zurutuza

د سنګين ولسوالۍ په ساروان كلا سيمه كي شااوخوا دوې مياشتي د مخه د ملكي وګړو او د هغوی د مشران له لوري د دولت سره يو تړون لاسليك سوي چي، نه به وسله وال طالبان جګړې كوي او نه به هم بهرني ځواكونه په سيمه كي خپل سري عمليات او تلاشۍ ترسره كوي.

والي وويل د تيرو دو مياشتو راپه دې خوا يي په دغه سيمه كي د الكوزو د قوم له مشرانو سره د سولي تړون لاسليك كړى چي په دې سره حالات ښه سوي او د ساروان كلا اوسيدونكي د يو نوي ژوند پر لور روان دي.

منګل وويل ددغه تړون سره سم په سيمه كي د وسله والو مخاليفينو خوځښتونه كم سوي او په سيمه كي د بيارغوني كارونه په تيزۍ سره ترسره كيږي.

نوموړي زياته کړه په سيمه كي اوس هم څه ناڅه نيمګړتياوي سته چي په ډير لږ وخت كي به هغه نيګړتياوي هم له منځه يوسي او بې روزګاره ځوانانو ته به د كار زمنيه برابره كړي.

په ساروان كلاسيمه كي د الكوزو د قوم لخوا جوړه سوې شورا، ۱۵ تنه غړي لري او د اړتيا پرمهال به له دولت او مخاليفينوسره خبري كوي تر څو ستونزي د دوى په مټ هواري سي.

د همدې شورا غړي عبدالسلام خبريالانو ته په ياده سيمه كي وويل د هغي ورځي راپدي خوا چي له دولت سره يي د سولي تړون لاسليك كړى د سيمي وسلوالو طالبانو وسلي پرځمكه ايـښي او د نورو سيمو د طالبانو د راتلو مخنيوى يې كړى دى.

نوموړي وويل په سيمه كي امنيت ښه سوى او دولت پر خپلو ژمنو دريدلى خوستونزه د بهرونيو ځواكونو سره داده چي كړي ژمني يې نه دي ترسره كړي او كله كله په سيمه كي خپل سري عمليات تر سره كوي.

سنګين ولسوالي له تيرو څلور كلونو راپدي خوا د وسلوالوطالبانو لخوا كلابنده و او دولتي او بهرني ځواكونو د ولسوالى په يو كيلومترۍ كي هم په ډاډه زړه تګ راتګ نه سوای كولای.

اوس مهال ۲۲ كيلومتره تر ساروان كلاپوري په عادي ډول پوليس او ملي اردو ګزمي كوي. د ساروان کلا يو تن اوسيدونکی وايي چي، د سولي د پخواني او اوسني تړون ملاتړکوي.

پاته دي نه وي چي دغه ولسوالي شاخوا څلور مياشتي وړاندي له برتانوي ځواكونو څخه امريكايي سمندري ځواكونوته وسپارل سوه.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل