1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامف مهاجرو څخه آلمان ته په کومو لارو د رسيدو پوښتنه هم کوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې مرکزي اداره (بامف) وايي، چې آلمان ته د پناه غوښتنې په موخه له رسيدلو کسانو څخه په مرکو کې دا پوښتنه هم کيږي چې دوی پر کومو لارو آلمان ته ځانونه رسولي دي.

https://p.dw.com/p/2xZc5
Bundesamt für Migration Schild Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

بامف يا د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره په دې اړه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د می ۱۱مه) د آلمان په مرکزي پارلمان یا بوندستاګ کې د يوه سياسي ګوند لخوا وپوښتل شوه.

د اسلام او مهاجرت ضد ګوند، آلمان له پاره بديل (AfD)، غوښتل په دې پوه شي چې آیا د آلمان د مهاجرت اداره په دې هم پوهيږي چې آلمان ته رسيدلي مهاجر له کومو هيوادونو او لارو په تيريدو کومو دغه هيواد ته رسيږي.

بامف د ياد ګوند د دغې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې دوي له تيرې فبرورۍ مياشتې راهيسې د نهو هيوادونو مهاجرو له هر پنځم کس څخه چې له شپاړسو کلونو يې عمر اوچت دی، دغه پوښتنه کړې ده.

Deutzschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Bingen am Rhein
«بامف» تيرکال له ۳۱ زرو او سږکال د ۵۵۰۰ مهاجرو څخه د لارو پوښتنه کړې ده - آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

دغې ادارې زياته کړې ده چې تيرکال يې له ۳۱ زره مهاجرو څخه پوښتنه کړې وه چې د کومو لارو او هيوادونو څخه په اوښتو آلمان ته رسيدلي دي. د بامف په وينا چې سږکال يې دغه پوښتنه له ۵۵۰۰ مهاجرو څخه کړې ده.

په آلمان کې له سياسي پناه غوښتونکو څخه د لمړنۍ مرکې پر مهال د هغو د هويت او مليت په اړه پوښتنې ترسره کيږي. د آلمان د مهاجرت ادارې په وينا چې د دغې مرکې پر مهال له پناه غوښتونکو څخه دا پوښتنه هم کيږي چې دوي آلمان ته په کومو لارو ځانونه رسولي دي.

په دې اړه د تيرکال ارقام ښيي چې، د ۱۲۶۰۰ پوښتل شويو مهاجرو له ډلې څخه ۶۴۰۰ و يې ويلي دي چې دوي په اورګاډو کې په سپريدو د آلمان خاورې ته داخل شوي دي. ۶۲۰۰ نورو بيا ويلي دي چې په الوتکو کې آلمان ته داخل شوي دي.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: