1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه ترکيې ته نژدې ۵۰۰ ميليونه اضافي يورو ورکوي

۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبه

په پام کې ده د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه او د دغې اتحاديې پارلمان ترکيې ته نژدې ۵۰۰ ميلیونه اضافي يورو ورکړي. دغه پيسې د مهاجرت تړون له مخې، په ترکيه کې میشتو مهاجرو ته د رسیدګۍ په موخه ترکيې ته ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/3fBhd
Belgien Gespräch von der Leyens mit Erdogan ohne erkennbares Ergebnis
انځور: AFP/J. Thys

په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې کميسيون د جمعې په ورځ ويلي وو چې د دغې اتحاديې غړو هيوادونو او پارلمان یې، مهاجرو ته د رسيدګۍ په موخه، ترکيې سره د اضافي مرستو د وړانديز په اړه، توافق کړی دی.

دغه اضافي مرستې ۴۸۷ ميليونه يورو دي چې پر مټ به یې د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې دوه بشري مرستندويه پروګرامونه تمديد شي.

دغه پيسې پر هغو ۶ ميليارډو يورو باندې وراضافه کيږي کوم چې اروپايي اتحاديه يې د ۲۰۱۶م کال د مهاجرت تړون له مخې ترکيې ته، سوريايي مهاجرو ته د رسيدګۍ په موخه د ورکړې ژمنه کړې ده.  

د اروپايي اتحاديې د بحراني چارو د مديريت کمشنر، يانس لنارچيچ د جمعې په ورځ وويل: «تر هغه وخته پورې چې بشري مرستو ته اړتيا موجوده وي، اروپايي اتحاديه به په ترکيه کې له مهاجرو څخه ملاتړ کوي.»

په ترکيه کې شاوخوا ۳ اعشاريه ۶ ميليونه سوريايي مهاجر ژوند کوي. د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرت تړون د ۲۰۱۶م کال په لومړيو کې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه لاسليک شو. د دغه تړون له مخې ترکيه ژمنه ده چې اروپا پر لور د تلونکو غیرقانوني مهاجرو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي. په بدل کې يې اروپايي اتحاديه هم ژمنه ده چې په ترکيه کې ميشتو مهاجرو ته د رسيدګۍ په موخه ۶ ميليارډه يورو ترکيې ته ورکړي.

Türkei Edirne | Flüchtlinge | Essensausgabe
دغو مرستو سره به څه باندې ۶۰۰ زره مهاجر ماشومان وشي کړي ښوونځيو ته ولاړ شيانځور: Getty Images/AFP/O. Kose

ترکيې په وروستیو مياشتو کې څو ځله له اروپايي اتحاديې څخه د اضافي مرستو غوښتنه وکړه. د ترکيې ولسمشر رجب طييب اردوغان د فبرورۍ مياشتې په پای کې اعلان وکړ چې يونان سره خپلې پولې به د مهاجرو پر مخ خلاصې پريږدي او په دې ترتيب يې اروپايي اتحاديه تر فشار لاندې راوسته.

تر دغه اعلان وروسته، په زرونو مهاجر له ترکيې څخه د یونان پر لور وخوځيدل، خو يونان هغوی ته له سرحده د اوښتو اجازه ورنکړه.

په پام کې ده چې د ۴۸۷ ميليونه يورو دغه نوې مرسته «په اضطراري حالاتو کې امنيتي او ټولنيزې شبکې» باندې ولګول شي. د دې ترڅنګ به هره میاشت د ۱،۷ میلیونو مهاجرو په بانکي حسابونو کې کمکي پيسې وراضافه کيږي تر څو هغوی ورباندې خپل د اړتيا وړ اساسي توکي، لکه خواړه، کالي او د هستوګنې ځای ستونزې حل کړي.

د دې سربيره، دغه پیسې د داسې يوې پروژې له پاره په نظر کې نيول شوي چې له لارې به يې کورنۍ وشي کړای خپل ماشومان په منظمه توګه ښونځيو ته ولیږي.

د اروپايي کميسيون د څرګندونو له مخې، دغو مرستو سره به څه باندې ۶۰۰ زره مهاجر ماشومان وشي کړي ښوونځيو ته ولاړ شي.

hm, nka, mks,mns (afp, dpa)