1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت، د ایټالیا په ټاکنو کې تر ټولو مطرحه موضوع ده

۱۳۹۶ اسفند ۹, چهارشنبه

مهاجرت، په اروپا کې د ایټاليا رول، لوړ دولتي پورونه او د کار بازار د ایټالیا د پارلماني ټاکنو اساسي مسایل دي. د سوسیال دیموکرات حاکم ګوند، د پنځه ستوري غورځنګ او ښی اړخه منځ لارې اتحاد په دې برخه کې بیلابیل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/2tSMj
Italien Wahlen Stimmzettel
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Bazzi/ANSA

  له څو کلونو راهیسې نږدې هره ورځ یو شمیر مهاجر په ځانګړې توګه له افریقایې هیوادونو څخه د مدیترانې سمندرگي له لارې ځانونه ایټاليا ته رسوي. له ۲۰۱۴م کال راهيسي شاوخوا ۶۳۰ زرو مهاجرو ځانونه د ایټاليا سواحلو ته رسولي دي.

پر نورو اروپایې هیوادونو د دغو مهاجرو د ویشلو طرحې، تر اوسه پورې عملې جنبه نه ده خپله کړې. د اروپا ځيني ختيځ هيوادونه حتی له دې طرحې سره ډیر سخت مخالفت کوي.

پنځه ستوری عوامپاله غورځنګ او ښی اړخه منځ لارې اتحاد په دې نظر دي چي: هغه مهاجر چې په دغه هیواد کې د اقامې اجازه نه لري باید بې له ځنډه اخراج شي. په داسې حال کې چې د «فورزا ایټالیا» یا د ایټالیا استحکام ګوند او د «لیګا» په نوم خارجي ضد ګوند د سرحدي کنترول سختولو او هم هلته په مدیترانه کې د مهاجرو د بیرته ستنونې غوښتنه کوي.

پنځه ستوري ګوند همدارنګه اروپا ته د مهاجرت د امن او قانوني لارو غوښتنه کوي. د اپوزیسیون ګوندونه هم د سوسیال دیموکرات حاکم ګوند په څیر د «دوبلين» د موافقتنامې پر موادو د بیا کتنې غوښتنه کوي.

د دغې موافقتنامې پر بنسټ پناغوښتونکي باید په هم هغه اروپایې هیواد کې خپل د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي چې په لومړي سر کې يې خاورې ته داخل شوی وي.

د ایټالیا واکمن ګوند د مهاجرت د کړکیچ په اړه په اروپایې اتحادیه کې د خپلو متحدینو د الزامي پيوستون غوښتنه کړې ده.

په همدې منځ کې د «کی ان ای» خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د سه شنبې په ورځ د(فبرورۍ میاشتې پر ۲۷) د اریتریا، سوډان او سومالیا هیوادونو ۱۱۳ تنه مهاجر په قانوني ډول د ایټاليا د پلازمېنې روم هوایې ډګر ته ورسیدل.

په دې توګه نو د لومړي ځل له پاره د دې سیمي مهاجر په اصطلاح د «بشري دهلیز» له لاري ایټالیا ته داخل شول. د دې خبري آژانس په حواله ۳۳ کورنۍ له ادیس آبابا څخه په یوه اتوپیایې الوتکه کې د ایټاليا پلازمېنې روم ته انتقال کړل شول.

د ایټاليا د پارلماني ټاکنو نور موضوعات

په اروپایې اتحادیه کې د ایټالیا رول، مالیات او پورونه، او همدارنګه د بې روزګارۍ ستونزه د ایټالیا د پارلماني ټاکنو له نورو اساسي موضوعاتو څخه دي چې د تودو بحثونو سبب ګرځیدلي دي.

د «پنځه ستوري غورځنګ» او د «لیګا» ګوند د اروپایې اتحادیې د ډیرو مسائلو په اړه د نظر اختلاف لري. ښې اړخه منځ لاری ګوند د اروپایې اتحادیې د تړونونو په هکله د تجدید نظر غوښتنه کوي او د سپما سیاست پر ردولو ټینګار کوي. د لیګا ګوند په اروپایې مقرراتو ملنډې وهي او د ايټاليا له پاره د «یورو» پولي واحد «تبعیض آمیزه» بولي.

بله لویه ستونزه دولتي پورونه دي چې په اوس وخت کې د داخلي ناخالص تولید تر ۱۳۰ سلنې هم لوړ دي. په همدې حال کې د د دغه هیواد ټولو ګوندونو د مالیاتو د کمښت ژمنه کړې ده.

د ایټاليا په پارلماني ټاکنو کې چې ټاکل شوې ده د مارچ میاشتې پر ۴ نیټه به ترسره شي، یوه بله اساسي موضوع د بې روزګارۍ ستونزه ده. په اوس وخت کې په دې سویلي اروپایې هیواد کې د بې کارۍ کچه ۱۱ سلنه ده. دغه شمیر بیا په ځوانانو کې حتی ۳۲ سلني ته رسیږي. په دې برخه کې هم ټولو ګوندونو دې ستونزې ته د پای ټکې ایښودلو ژمنه کړې ده.