1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت ـ د ترکیې او اروپایې اتحادیې موافقتنامه نهایې شوه

۱۳۹۴ اسفند ۲۹, شنبه

اروپایې اتحادیې او ترکیې له یونان څخه ترکیې ته د غیرقانوني کډوالو پر برته ستنولو موافقه کړې. د دغې موافقتنامې پر بنسټ به ټول هغه کډوال چې د مارچ میاشتې تر ۲۰ نیټې وروسته یونان ته داخلیږي بیرته ترکیې ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/1IGDq
انځور: The European Union

د اروپایې اتحادیې مشرانو د جمعې په ورځ هغه موافقه تائيد کړه چې د ترکیې د وړاندیز پر بنسټ نتظیم شوې وه. د دغه وړاندیز له مخې ترکیه به ټول هغه مهاجر بیرته اخلي، کوم چې په غیرقانوني توگه یونان ته داخلیږي، خو په دې شرط چې د اروپایې اتحادیې غړي هیوادونه به د هر یوه مهاجر په بدل کې چې ترکیه یې بیرته مني، له دغه هیواد څخه یو سوریایې مهاجر په قانوني توگه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقالوي.

د بشری حقونو سازمانونو پر دې وړاندیز سختې نیوکې کړي دي او دا یې د کډوالو په هکله د ژنیف د کنوانسیون خلاف یو عمل بولي. د دوی په اند دا کیدای شي بې له دې چې د یو کډوال دوسیه وڅیړل شي د دوی بیرته ستنولو ته زمینه مساعده کړي.

د بشري حقونو سازمانونو له خوا تر سختو انتقادونو سربیره د اروپایې اتحادیې شوری مشر دونالد توسک، ټینگار کړی دی چې له ترکیې سره شوې موافقتنامه د نړیوالو قوانینو مطابق ترسره شوې.

د دویچه ویله خبریالې کاترین مارتینس، له بروکسل څخه به خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د ترکیې او آلمان تر منځ پر رامنځته شوي موافقنامې ټینگار وکړ او په یونان کې له گیر پاتې شوو مهاجرو څخه یې وغوښتل چې د یونان پر حکومت او اقداماتو باور وکړي.

ترکیې لږ تر لږه د کاغذ پر مخ ژمنه کړې چې د مهاجرو حفاظت او ساتنه به وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د ترکیې له کمپونو څخه د اروپا په کمپونو کې د مهاجرو نوي استوگنځایونه نه دي مشخص شوي.

د بنجشنبې ورځې تر اوږدو بحثونو وروسته، د اروپایې اتحادیې مشران د ترکیې د شرایطو پر سر د معاملې په برخه کې موافقې ته ورسیدل. خو ترکي اتباعو ته د شینگن ویزې ترلاسه کولو په برخه کې د اسانتیا او په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب بحث له سره پيلیدو په هکله د ترکیې وړاندیزونه لا ینحله پاتې دي.

دغه دواړه موضوعات د ترکیې له پاره کلیدي حیثیت لري، خو د اروپایې اتحادیې یو شمیر غړي هیوادونه په دې برخه کې شک او تردید لري. تر دې مخکې غونډه کې چې لس ورځې مخکې دایره شوې وه، ترکیې ویلي وو چې د ټولو هغو مهاجرو منلو ته تیاره ده کوم چې د آژه سمندر له لارې په غیرقانوني توگه اروپا ته داخلیږي.

د دې په بدل کې اروپایې اتحادیې ژمنه وکړه چې له دغه هیواد سره به خپلې مالي مرستې زیاتې کړي. سربیره پر دې، د هر یو سوریایې مهاجر په بدل کې چې بیرته ترکیې ته استول کیږي، اروپایې اتحادیه د ترکیې له کمپونو څخه یو مهاجر په قانوني توگه اروپا ته انتقالوي.