1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر:«د آلمان په جوماتونو کې تند تبليغ کيږي»

۱۳۹۵ آبان ۹, یکشنبه

سوريايي مهاجر هاني سلام، له کورنيو جګړو څخه لمړی مصر ته وتښتيد او بيا له هغه ځايه آلمان ته راغلی. هغه چې اوس په کولن ښار کې خپل کور ته څيرمه، د اوږدو ږيرو لرونکي افراطي مسلمانان ويني، ويريږي.

https://p.dw.com/p/2Rtha
Salafisten Berlin Demonstration Flagge Fahne
انځور: picture alliance/Wolfram Steinberg

سوريايي مهاجر هاني سلام، له کورنيو جګړو څخه لمړی مصر ته وتښتيد او بيا له هغه ځايه آلمان ته راغلی. هغه چې اوس په کولن ښار کې خپل کور ته څيرمه، د اوږدو ږيرو لرونکي افراطي مسلمانان ويني، ويريږي.

هاني سلام، د تير کال نوامبر میاشتي راپديخوا د آلمان په کولن ښار کې ژوند کوي. هغه په دغه ښار کې د یو شمير افراطي مسلمانانو د شتون له کبله انديښمن دی. سلام چې کله د اوږدې ږيرې درلودونکی کس ويني، په دمشق کې د جيش الاسلام ډلې جنګيالي يې ياد ته راځي، کوم چې د دوي کور يې قبضه کړې وو.

۳۶ کلن سلام ږيره نده پريښې خو بريتونه يې پريښي دي. هغه وايي چې په کلن کې ميشتو ځيني اسلامپاله سوريايي مهاجرو لخوا ورته څو ځله ويل شوي دي چې« ښه مسلمان ږيره پريږدې، نه بريتونه». خو سلام وايي چې دی د پيړيو پيړيو مخکې دغې نظرې منلو ته تيار ندی. هغه زياتوي:« زه چې جوماتونو پورې اړوند هر څه وينم د پریشانۍ سبب مې واقع کيږي».

پر ديني مسايلو زياته پابندي

په آلمان کې د ميشتو یو شمير سوريايي مهاجرو پر وينا، چې د آلمان په جوماتونو کې پر ديني مسايلو باندې پابندي، د سوريې له جوماتونو څخه زياته ده.

د آلمان په درو ښارونو کې د نژدې دوه مياشتو په موده کې نژدې دولس تنو سوريايي مهاجرو د شپږو جوماتونو په باب ويلي وو چې تند تبليغات په کې ترسره کيږي. دوی ويلي دي چې په دغو جوماتونو کې د نويو راغليو مهاجرو پر جامو نيوکي کيږي او ځينې کسان د قرانکريم له احکامو څخه بهر د ځينو موضوعاتو پر ټکي په ټکي عملي کولو باندې اصرار کوي.

د مهاجرت نور اثرات

دا د آلمان په شان یو هيواد لپاره چې په اروپايي هيوادونو کې يې تر ټولو زياتو مهاجرو ته ځای ورکړی دی، يوه ستونزمنه موضوع ده. د مهاجرت موضوع د دغه هيواد پر سياسي او ټولنيز نظامونو باندې هم خپل قوي تاثيرات اچولي دي. په سياسي ډکر کې یې تر ټولو ښه بيلګه په خلکو کې د ښي اړخي تند روه ډلو د محبوبيت د زياتيدو او د برياوو ترلاسه کيدل دي. دغه ډلې د مهاجرو خلاف مفکوره لرونکي دي.

د روان کال په ايالتي انتخاباتو کې د ښي اړخو افراطي ( د آلمان لپاره بديل) ډلې په مختلفو ايالتونو کې برياو ترلاسه کړې. د دغه ګوند شعار دی چې « اسلام د آلماني قانون سره جوړښت نلري». له بل لورې په وروستيو مياشتو کې په آلمان کې د ځينو مسلمان مهاجرو لخوا د تروريستي بريدونه ترسره کيدل او یا د هغو پلانول هم د حالاتو په بدلون کې خپل اثرات لرلي دي. اکثره سوريايي مهاجر وايي چې د دغو بې باوريو رامنځ ته کيدل، جوماتونو کې د تبليغاتو د زياتيدو سبب واقع شوي دي.

د ترکانو جوماتونه

آلمان کې مختلف مذاهب په سنتي توګه د حکومت ملاتړ له ځانه سره لري. په دغه هيواد کې نژدې څلور ميليونه ترکان په ترکي جوماتونو ته ورځي چې خطبې په کې په ترکيې ژبه ويل کيږي. د دغو جوماتونو له ډلې څخه د اکثرو مالي لګښتونه يې د ترکيې حکومت لخوا ورکول کيږي.

تيرکال آلمان ته ۸۹۰ زره مهاجر داخل شول، چې۷۰ سلنه يې مسلمانان دي. له دغه شمير مهاجرو څخه يو دريمه برخه يې د سورېې هيواد څخه دي. اکثره عرب دغه عرب مهاجر، له دې وجې چې په ترکيي خطبو او تبليغ نپوهيږي د ترکانو جوماتونو پر ځای د عربانو جوماتونو ته ورځي.

تر دې مخکې يو شمير آلماني سياستوالو د آلمان کې د جوماتونو له اړخه خپلې اندیښنې بيان کړې وي او د هغو موادو د ليدو غوښتونکي شوي ول کوم چې د خطبو پر وخت ويل کيږي. څو ورځې وړاندې د آلمان په ختيځ کې يو سوريايي مهاجر د تروريستي بريد ترسره کولو په تور ونيول شو چې بيا یې په محبس کې ځانوژنه وکړه. نيول شوي کس په اړه ويل شوي وو چې د آلمان د يو جومات د امام لخوا ورته د بريد انګيزه ورکړل شوې وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.09.2015):