«مهاجرو ته دي د خپلو کورنيو راغوښتلو اجازه ورکړل سي»

په آلمان کي د بشري حقونو انستيتيوت د مهاجرو د کورنۍ د راغوښتلو له بيا ځنډولو خبرداری ورکړی دی. دغه انستيتيوت وايي چي د دويمي درجې قبولي لرونکو ته هم بايد کورنۍ راوغوښتل سي.

په آلمان کي د بشري حقونو انستيتيوت غوښتنه کړې ده چي د دويمي درجې قبولي لرونکو مهاجرو ته دي هم د هغوی کورنۍ راوغوښتل سي. دغه انستيتيوت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د اکتوبر۱۷مه نېټه) په برلين کي وويل چي تر دې دمخه تر سوې هغه فيصله چي له مخي يې دغه يوځای کېدنې ځنډول سوي وې، د بشري حقونو سره په ټکر کي وه.

ياد انستيتيوت ويلي دي چي بايد د کورنيو د يوځای کېدو د ځنډېدو فيصله بيا تکرار نه سي. دغه انستيتيوت زياته کړې ده چي دغه ډول پريکړي د دې لامل سوې چي مور او پلار د کم سنه ماشومانو سره له تيرو دوو کلونو راهيسي نه دي يوځای سوي او يوځای ژوند يې نه دی کړی.

په دې ترڅ کي ياد انستيتيوت نيوکه کړې ده چي اکثره وخت پر دغه موضوع په بحثونو کي پر شميرو خبري کيږي او هغه انسانان چي آلمان ته يې پناه راوړې ده، له پامه غورځول کيږي.

دوه کاله انتظار

د آلمان ائتلافي حکومت د ۲۰۱۵م کال په نوامبر مياشت کي د پناه غوښتني په تړاو د قوانينو په دويمه بسته کي دا پرېکړه کړې وه چي د دويمي درجې قبولي ترلاسه کوونکي صرف هغه وخت خپلي کورنۍ آلمان ته رابللای سي چي دوه کاله انتظار وکړي. د دوهمي درجې قبولۍ تر لاسه کوونکي اکثره سوريايان دي.

د پناه غوښتني په تړاو د حکومت د دويمې بستې څخه ترمخه پناه غوښتونکي مستحق ول چي کورنۍ يې په سمدلاسه توګه په آلمان کي ورسره يوځای سي. خو تر يادې قانوني بستې وروسته دغه حق د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي تر ۱۷مې نېټي پوري وځنډول سو.

دمګړۍ د آلمان ګوندونه ددغه ځنډ د تمديد په تړاو بحثونه کوي. خو کليساوي او مرستندويه سازمانونه د مهاجرو د کورنيو د ليري ساتلو پر ضد دي. هغوی د مهاجرو پر هغه حق ټينګار کوي چي کولای سي چي په آلمان کي له خپلو کورنيو سره يوځای سي او دا چي د دغه مقصد له پاره يې کورنۍ آلمان ته راوبلل سي.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

د جرمني د «ويلت» رسنۍ د دغه هيواد د بهرنيو اړيکو دفتر په حواله ويلي دي چي په ۲۰۱۶م کال کي د هغو مهاجرو کورنيو ته چي په جرمني کي ژوند کوي د دوه کاله مخکي په پرتله دوه برابره زياتي وېزې ورکړل سوي دي.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

په ۲۰۱۴م کال کي ۳۰۰۰۰ او په ۲۰۱۵م کال کي ۵۰۰۰۰ وزيزې هغو کسانو ته ورکړل سوي دي چي زوی، يا مېړه، يا ماېنې يا لور ئې په جرمني کي پناه غوښتې وه.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

جرمني يوازي د ۲۰۱۶م کال په لومړيو درو ربعو کي د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو په موخه۷۰۰۰۰ وزېزې ورکړي دي.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

دا لومړی وار دئ چي د مهاجرو کورنيو ته د وزېزو د ورکړي په اړه معلومات خپريږي. د جرمني د مهاجرو چارو ادارې تر اوسه پوري يوازي د پناه غوښتني په اړه شمېرې خپرولې.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

داسي اندېښنې وې چي جرمني ته د مهاجرو په راتگ سره به هغوی يعنی مهاجر وروسته بيا د خپلو کورنيو د راغوښتلو غوښتنليکونه وړاندي کړي. خو د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کي داسي پريکړه وسوه چي د کورنۍ د يوځای کېدو غوښتنه به دوه کاله وروسته کيږي.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

په جرمني کي ډېرو سوريايانو ته د موقتي اقامت اجازه ورکړل سوې ده. په دې اساس نو دوی تر دوو کلونو پوري نه سي کولای چي جرمني ته د خپلو کورنيو د رابللو غوښتنليک وړاندي کړي.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

جرمني ته د مهاجرت بحران په لومړيو مياشتو کي سوريايانو ډېر چانس لاره چي ژر قبول سي او نيم کال وروسته بيا د خپلي کورنۍ د رابللو غوښتنلیک هم وړاندي کړي. خو وروسته داسي پريکړه وسوه چي سوريايانو ته به موقتي ويزه ورکول کيږي او د کورنۍ د غړو راغوښتل به ئې جرمني ته تر راتگ دوه کاله وروسته ممکن وي.

څومره مهاجرو خپلي کورنۍ جرمني ته راغوښتي دي؟

په جرمني کي په دې اړه اندېښنې زياتي سوي چي په نژدې راتلونکې کي به د پناه غوښتونکو تر شمېر د هغو کسانو شمېر زيات سي چي د خپلي کورنۍ له غړي سره د يوځای کېدو له پاره غوښتنلیک وړاندي کوي.

موږ تعقيب کړئ