1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته دي ډاډمني اقامې ورکول سي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

د آلمان د کسبي اتحاديو مرکزي سازمان له حکومت څخه غوښتي چي مهاجرو ته په آسانه د پاتېدو اقامې ورکړي. دغه سازمان غوښتنه کړې چي د کار په بازار کي دي مهاجر ژر مدغم سي.

https://p.dw.com/p/1IkD0
انځور: picture-alliance/dpa/J.Wolf

په آلمان کي د کسبکارو او کارګرو اتحاديې له زيات وخت راهيسي دا غوښتنه کوي، چي هغه مهاجر چي مسلکونه يې زده دي، هغوی ته دي د کار په بازار کي د ځای پيدا کولو زياتي آسانتياوي برابري کړل سي. په دې ترڅ کي دا غوښتني هم سوي ده چي د مهاجرو هغه کسان چي غواړي په آلمان کي مسلکي زده کړي وکړي، بايد امکانات ورته برابر کړل سي.

اوس په آلمان کي د کسبي اتحاديو مرکزي سازمان د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د کار په بازار کي د مهاجرو د مدغم کولو له پاره دي زياتي هلي ځلي وکړي. ياد سازمان د مهاجرو د مسلکي کولو په ترڅ کي له حکومت څخه د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د آلمان د کسبي اتحاديو د مرکزي سازمان رئيس هانس پېتر ؤلزايفر «رېداکسيون نېتڅوېرک دويچلاند» په نوم رسنۍ ته ويل دي چي د مهاجرو مسلکي روزنه ډېره مهمه ده. هغه په دې ترڅ کي زياته کړې: «هغه مهاجر چي په آلمان کي د پاتېدو ډاډمن امکانات لري، هغوی ته بايد په سمدلاسه توګه د آلماني ژبي د زده کړي کورسونه او د تعليمي اسنادو د په لاس راوړلو په موخه مسلکي او حرفوي روزنه ورکړل سي.»

هانس پېتر ؤلزايفر زياته کړې ده چي هغه توليدي شرکتونه او فابريکې چي غواړي مهاجرو ته د روزني امکانات برابر کړي او هغوی ته کار ورکړي، قانوني ډاډمنتيا ته اړتيا لري. نوموړي غوښتنه وکړه چي په فابريکو او توليدي شرکتونو کي بايد ژر تر ژره مهاجرو ته د ډاډمني اقامې امکانات د قانون برخه وګرځول سي.

په آلمان کي د لسم ټولګۍ فارغين کولای سي چي مخ په وړاندي صرف درس ووايي او يا هم د درس تر څنګ مسلکي او کسبي زده کړي وکړي، چي دې ته Ausbildung او  Lehre ويل کيږي. دا په آلمان کي د تحصيل تر څنګ د مسلکي کېدو دويمه لاره ده.

عموما په اکثرو مسلکونو کي زده کوونکي د اونۍ يوه برخه په تيوري زده کړو او بله برخه په يوه فابريکه يا توليدي يا ورته شرکت کي عملي کار زده کوي.

دا چي په آلمان کي ډېري فابريکې او شرکتونه سته چي د زده کوونکو اړين شمېر ورته مراجعه نه کوي، نو اوس داسي هيلي پيدا سوي چي ښايي مهاجر دغه تشه ډکه کړلای سي. خو د دې له پاره دا اړينه بلل کيږي چي تر کوم وخت پوري چي يو مهاجر په يو شرکت يا فابريکه کي په زده کړو بوخت وي، بايد چي په آلمان کي د پاتېدو ډاډمنه اقامه ولري.