1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو له يونان سره د مکدونيا سرحد مات کړ

۱۳۹۴ آذر ۶, جمعه

د اسيا او افريقا په سونو مهاجرو له يونان سره د مکدونيا تر سرحد ورواوښتل. دوی پر سرحدي پوليسو ډبري واورولې او په سرحد کي د اغزن سيم يوه برخه ئې شلولې او تر سرحد تېر سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HDJu
Grenze Griechenland Mazedonien Flüchtlinge Zusammenstöße
انځور: Reuters/S. Nenov

له مکدونيا سره د يونان په سرحد کي د پنجشنبې په ورځ په سوونو مهاجرو پر پوليسو ډبري واورولې او پر سرحد باندي د اغزن سیم يوه برخه ئې وشلوله.

د دوی يو شمېر په دې بريالي سول چي له پوليسو سره تر زورزیاتي وروسته د مکدونيا خاوري ته واوړي. دوی له پوليسو سره په لاس اچونه کي د «موږ غواړو آلمان ته ولاړ سو» نارې وهلي.

هغه يو شمېر مهاجر چي په دغه اړودوړ کي تر سرحد واوښتل د مکدونيا د پوليسو له خوا بيرته د يونان خوا ته وشړل سول. پوليسو د سرحد هغه ۴۰ ميتره شلېدلی غزن سيم بيرته سره پيوند کړي چي مهاجرو پرې کړی وو.

په دغه سيمه کي د کانگو هيواد يوه مهاجر ويلي دي: «موږ نور دلته پاتېدلای نه سو، تيره شپه موږ تر باران لاندي پراته وو.»

دغو په سونو مهاجرو ته د يونان له خوا هم کومه پاملرنه سوې نه ده. مهاجرو ويلي دي چي که د يونان چارواکي بسونه ورته راولېږي «دوی تيار دي چي بيرته اتن ته وگرځي.»

له یوې اونۍ راهيسي بالکان هيوادونه يوازي د افغانستان، عراق او سوريې مهاجر پريږدي چي تر سرحدونو ئې تير سي. نور ټول د مکدونيا په اند اقتصادي مهاجر (هغه څوک چي د کار له پاره اروپا ته راځي) پيژندل کيږي. سربستان او کروشيا هم دې ته ورته لاره غوره کړې ده.

له مکدونيا سره د يونان په سرحد کي دغو مهاجرو ته په کافي اندازي مرستي هم نه رسیږي. دوی ته يوازي د فعالانو له يوڅه رسيږي. دوی خوراکي مواد، تاوده کالي، شړۍ او د بيدېدو بيسترې نه لري. هوا هم ورځ تر بلي يخيږي.

Grenze Griechenland Mazedonien Flüchtlinge Zusammenstöße
انځور: Reuters/Y. Behrakis