1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان په کمپونو کې ښځې په بد وضعيت کې ژوند کوي

۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبه

د بخښنې نړيوال سازمان د جمعې په ورځ وويل چې د يونان په کمپونو کې ښځې له ويرې نه شي کولای په شپه کې له خپلو خيمو دباندې ووځي او يا حمام وکړي. په کمپونو کې حامله ښځې مجبوره دې په ډير بد وضعيت کې د ځمکې په سر وېدې شي.

https://p.dw.com/p/364xZ
Griechenland Park Pedion tou Areos in Athen
آرشيفانځور: Imago/Invision

رويټرز خبري آژانس، د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) په حواله ليکي چې د يونان په کمپونو کې د ميشتو مهاجرو او پناه غوښتونکو له نيمايي څخه ډيره برخه يې ښځې او ماشومان تشکيلوي.

په دغو کمپونو کې د مهاجرو شمير د ۲۰۱۵م کال په پرتله، کله چې په اروپا کې د مهاجرت بحران وو ښکته دی، خو په يونان کې د پناه غوښتنې اوږد او سست بهير د دې لامل ګرځيدلی چې په زرونو پناه غوښتونکي د دغه هيواد له ګڼې ګوڼې ډک په څو کمپنونو کې د ډير وخت له پاره پاتې شي.

د بخښنې نړيوال سازمان په خپل يو رپوټ کې ويلي دي چې په دغو کمپونو کې د ښځو او نجونو له پاره ورځني فعاليتونه لکه حمام کول، ډير خطرناکه شوي دي. دغه سازمان وايي چې په کمپونو کې د روغتيايي خدماتو او د څښاک د پاکو اوبو کمښت، د فاضله اوبو جريان او د موږکانو د شتون ستونزې، د مهاجرو د ورځني ژوند برخه ګرځيدلې ده.

آمنستي د کانګو هېواد د يوې مهاجرې له قوله چې نوم يې عادلې ته اړول شوی، ليکي چې، «په کمپونو کې حمامونه ساړه او پرته د قلفونو دي، نارينه باندې ګرځي راګرځي په داسې حال کې چې ښځې دننه په حمام کې وي، په تشنابونو کې هم څراغونه نه شته.»

Griechenland - Flüchtlignscamp in Lesbos
د پاکو اوبو نه شتون، دفاضله اوبو جريان او د موږکانو د شتون ستونزې، د مهاجرو د ورځني ژوند برخه ګرځيدلې ده.انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Taskmakis

عادله په دسمبر مياشت کې د يونان ساموس ټاپو ته رسيدلې وه. هغه وايي: «د شپې له خوا ځينې وخت چې زه تشناب ته ځم نو له ځانه سره مې خپله خور بيايم او يا هم په سطل کې خپل حاجت رفع کوم.»

په کمپ کې ميشتو حامله ښځو آمنستي ته ويلي دي چې د امکاناتو د نه شتون له وجې اړې دي چې د غولي په سر ويدې شي او د زيږون څخه د مخه روغتيايي خدماتو ته ډير لږ لاسرسی لري. نورې ښځې بيا د مياشتني عادت پر وخت خپل د اړتيا وړ لازم صحي توکي پر خپلو محدودو شخصي پيسو رانيسي.

کانګويي ميرمن عادله وايي: «دلته هر څه ناولي دي. دا له امکانه لرې ده چې نظافت دې رعایت شي. او دا زموږ له پاره د مياشتني عادت پر وخت ډيره سخته وي.»

د يونان حکومت د وروستيو ارقامو له مخې، د دغه هيواد د ټاپوګانو په ځينو کمپونو کې د مهاجرو شمير د کمپونو له اصلي وړتيا څخه دوه برابره ډير دی. د يونان دولت په دغو کمپونو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه له ټاپوګانو څخه وچې ته د سلونو مهاجرو د انتقال بهير پيل کړی دی.

آمنستي يا د بخښنې نړيوال سازمان د کمپ ميشته ښځو له قوله ويلي دي چې دوی «هيرې کړل شوې» دي.

د عراق يوه یزيدي مهاجره چې اوس آتن ته نژدې په سکاراماغاس کمپ کې اوسيږي وايي: «موږ په بشپړه توګه هيرې شوي یو. زموږ څخه ځينې ښځې له دوو کلونو راهيسې دلته اوسيږي خو تر اوسه هيڅ کوم تغييرات نه دي رامنځ ته شوي. موږ نه پوهيږو چې را سره به څه کيږي.»

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: