1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرې ښځې په آلمان کي کار کول غواړي؛ خو ایا موندلی یې شي؟

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

ښځینه مهاجرې د نارینه و په پرتله په سختۍ سره کار پیدا کولای سي. له هغوی څخه زیاتره یې د آلماني ژبې کافي مهارتونه نه لري او یا یې سمې زده کړې نه وي کړي. خو هغه ښځی چی کوچنیان نه لري بیا له ډیرو ستونزی سره نه مخامخیږي.

https://p.dw.com/p/3QYRj
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/S. Gallup

زینب محمود له شپږو کلونو راهیسي په فرانکفورت کی ژوند کوي. دغه ۳۰ کلنه مسلمانه چی له سومالیا څخه آلمان ته مهاجره سوې. هغه وایي چي په راتلونکي دوبي کي یې څلور کوچنیان کولای سي یا ښوونځیو او یا هم وړکتونونو ته ولاړ سي. بیا نو هغه کولای سي مسلکی زده کړې وکړي او د نیمی ورځي له پاره کار وکړي. چ

زینب محمود زیاتوي: »زه نه غواړم ټوله ورځ په کور کي خپل میړه او ماشومانو ته سترگي په لار پاتې سم. زه هم غواړم یو څه وکړم.«

همدارنگه مژگان نورزۍ هم غواړي چی هرمرو یو کار وکړي. دغه ۲۶ کلنه څلور کاله مخکي له افغانستان څخه آلمان ته راغله ځکه چي د هغې په ټاټوبي کی کار ته تلل خطرناک وو. دا وایي چي طالبانو د هغې یوه همکاره کار ته د تلو پر وخت نیولې وه او یوه اونۍ یی له ځان سره ساتلي وه. هغه زیاتوي: «زما هدف دا وو چي داسي یوه ځای ته ولاړه سم چي کار وکړای سم.»

د هغې نظر پوښتنې له مخې چي د آلمان د کار د ادارې له خوا په ۲۰۱۷ کال کی ترسره سوې، ډیرې ښځې مهاجري غواړي چې له کور څخه دباندې کارونه وکړي. د دغې نظر پوښتنې له مخی ۸۸ سلنه ښځي چي د سوریی، عراق او ایران په ګډون له اتو هیوادونو څخه آلمان ته راغلي دي یا په «مطلق» ډول او یا هم «شاید» غواړي په آلمان کې کار وموندي.

خو یوازی نهه سلنه یې په فعال ډول د یوه کار په لټه کي سوي دي. په حقیقت کي د نارینه مهاجرو په پرتله چي ۴۱ سلنه یی کارونه کوي، کم شمیر ښځینه مهاجرې یعنی ۱۳ سلنه،  له کور څخه بهر کارونه کوي.

د مهاجرت، ادغام او د کار د بازار د نړیوالې ادارې مشر هیربیرت بروکر، رسنیو ته ویلي دي چي له ښځینه مهاجرو څه نا څه درې پر څلورمه برخه یې کوچنیان لري خو یوازې ۲۵ سلنه نارینه بیا د یوه ماشوم خاوندان دي.

د بروکر په خبره کوچنیان په هر صورت د والدینو د مدغم کیدو پر وړاندې خنډ گرځي. دا ځکه چي مهاجر نه سي کولای د ژبی په کورسونو او یا هم د کار د بازار په اړه پروگرامونو کي برخه وخلي. له همدې کبله د کار د ادارې د احصایی له مخی په ۲۰۱۷ کال کي یوازې شپږ سلنه میندو له کور څخه بهر کارونه کړي.

زیاتره وخت د والدینو له ډلې څخه یو یې مجبور دی په کور کي پاته سي ترڅو کوچنیان وساتي. د اوسنا بروک له انستیتوت څخه پروفیسره هیلین شوینکین، وایي چي هغه زیاتره وخت میندي دي.  بروکر زیاتوي چي په اوسني وخت کي لا هم د کارفرما له پاره د ښځو په پرتله د نارینه وو انتخاب آسانه دی.

مژگان نورزۍ بیا غواړي چي په یوې مغازې کی کار وکړي. دا ‌ډاډه ده چي ډیر ژر به یو کار پیدا کړي او زیاتوي چي هره ورځ ورته د کار د ادارې له خوا، د کار وړاندیزونه کیږي. سومالیایي زینب بیا لومړی باید آلمانی ژبه زده کړي.

(gp/ms (epd