1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر بايد د آلمانيانو په څېر د کار امکانات ولري»

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۳, سه‌شنبه

اينګو کرامر د کار په بازار کي د مهاجرو د دوامداره ادغام غوښتنه کوي. د آلماني کار ورکوونکو د اتحاديې دغه رئيس وايي په دې ترڅ کي د آلماني ژبي زده کړه ډېره مهمه ده.

https://p.dw.com/p/1HBpG
انځور: Michael Sohn/AFP/Getty Images

د آلمان د کارورکونکو د اتحاديې ورځ په برلين کي د سه شنبې په ورځ (د نوامبر ۲۴مه نېټه) ولمانځل سوه. په دې ترڅ کي په جوړه سوې غونډه کي د پناه غوښتونکو موضوع هم تر بحث لاندي ونيول سوه.

د دغې اتحاديې رئيس اينګو کرامر (انځور) په زياته بيا د پناه غوښتونکو له پاره د آلماني ژبي د زدکړي د کورسونو پر اهميت ټينګار وکړ. نوموړي وويل چي ټول پناه غوښتونکي «بايد چي د رارسېدو سره سم په چټکه او غېرمغلقه لارو په مکلفيتي توګه د آلماني ژبي د زدکړي په کورسونو کي برخه واخلي.»

مهاجر بايد د آلمانيانو په څېر حقونه ولري

د کرامر په وينا آلمان ته راغلي هغه پناه غوښتونکي چي د زيات وخت پاته کېدو امکان يې وي، هغوی ته بايد د کار بازار او د مسلک و زدکړي ته لاري برابري کړل سي. د نوموړي په وينا په دغو ډګرونو کي د پناه غوښتونکو له پاره آسانتياوي بايد هومره ډيري وي لکه پخپله آلمانيان چي يې لري. کرامر غوښتنه وکړه چي پناه غوښتونکي بايد بالکل د آلمانيانو په څېر د کار په بازار کي، په حرفوي زدکړو کي او په همدې توګه د کار د بازار د سياست نور ټول امکانات او پلونه پرانستي وي.

خو د آلماني کار ورکوونکو د اتحاديې د رئيس کرامر په خبره يوازي د پناه غوښتونکو په مرسته په آلمان کي د کار د بازار ستونزي نه سي هوارېدلای. د هغه په وينا د دغو ستونزو د هوارولو له پاره و آلمان ته د ټاکل سوي کډوالۍ اړتيا سته. د هغه په وينا د بشري دلايلو پر اساس آلمان ته د راغلو انسانانو څخه ۷۰ فيصده تر ۳۰ کالو څخه کم عمر لري. د هغه په وينا دغه انسانان د آلمان د اقتصاد، ډيموګرافي او د کلتور په برخه کي د لا زیاتي بډايني سبب ګرځېدلای سي. د هغه په وينا دا چي کم عمر لرونکي کډوال د زیات وخت يا د هميشه له پاره په آلمان کي پاته کيږي نو بايد چي د ادغام له پاره يې ټول چانسونه په کار واچول سي.

د آلمان د مخابراتي شرکت تليکام رئيس تيموتېس هيوټګس وويل چي د آلمان په شرکتونو کي په تيرو اونيو کي د پناه غوښتونکو سره د همدردۍ لويه څپه څرګنده سوې ده. د هغه په وينا د « پېوستون دغه احساس نه يوازي دا چي بايد وساتل سي بلکه بايد لا زيات قوي کړل سي.»