1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر د ځان وژنې د هڅه کولو په تور محاکمه سو

۱۳۹۵ فروردین ۲۸, شنبه

د ناورو په هيواد کي يو پناه غوښتونکی د ځان وژنې د هڅې په تور محاکمه سو. څارنوالۍ د دغه مهاجر د دوو مياشتو د بند غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1IWwL
انځور: Getty Images

د آرام سمندر په جزيره يي هيواد ناورو کي يو پناه غوښتونکی د ځان وژني د هڅې په تور محاکمه سو. د دغه هيواد اړونده څارنوالۍ له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چي دغه مهاجر په دوو مياشتو بند محکوم کړي. خو قاضي دغه مهاجر ته د ۲۰۰ آستراليايي ډالرو نقدي جريمه کړ.

حکومت د دغه پناه غوښتونکي له پاره د سختي سزا او غبرګون غوښتنه کړې وه. حکومت د خپلې دغې غوښتني په دليل کي ويلي ول چي د دغه پناه غوښتونکي د ځان وژني د هڅې سخت جواب به نورو پناه غوښتونکو ته يو زګنال ولېږدوي چي که هغوی د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو له پاره ځان ته زیان اړوي، نو دا به د هغوی د غوښتنو په منلو کي ورسره کومک ونه کړي.

د آستراليا د زرغون ګوند سياستوالې او د سنا غړي سارا هانسون ينګ دغه محاکمه په سختو الفاظو غندلې ده. هغې دغه غبرګون پر خپله ټويټر پاڼه ليکلی دی. د باري فاترفود په نوم ډاکټر چي د مهاجرو سره د طبي مرستي د سازمان غړی دی، ويلي دي چي د ځان وژني هڅې ته د يو جنايت او جرم بڼه ورکول، «بالکل يو بېځايه کار دی.»

د ABC تلويزيون په وينا د ځان وژني هڅه کوونکی يو ايرانی دی، چي د خپلي اته کلنې لور عايشه سره تر دوو کالو پوري د ناورو هيواد د مهاجرو په يو مرکز کي بند نيول سوی ؤ. دغه کمپ د آستراليا له خوا تمويل کيده.

د دغه ايراني مهاجر په وينا هغه وروسته بل ځای ته انتقال کړل سو له کوم څخه چي هغه بېله اجازې يو اپارتمان ونيوی تر څو د هغه لور د نورو ماشومانو سره وخت تېر کړلای سي. د دغه مهاجر په وينا له همدې کبله پوليسو غوښتل چي هغه د جنورۍ په مياشت کي بل ځای ته انتقال کړي.

د ABC تلويزيون د راپور له مخي دغه مهاجر دومره په تنګ سوی او ناهيلي سوی ؤ چي د ځان د وژلو هڅه يې وکړه. د دې څخه تر مخه چي هغه محاکمه سي، په يو روغتون کي يې درملنه وسوه.

په آستراليا کي د پناه غوښتني د سختو قوانينو له مخي هغه مهاجر چي د کښتيو په مرسته دغه هيواد ته رسيږي، هغوی و ناورو او پاپوا نوی ګينيا ته لېږدول کيږي چيري چي هغوی د آستراليا له خوا په تمويلېدونکو کمپونو کي ساتل کيږي. دغه پناه غوښتونکي بيا اجازه نه لري چي آستراليا ته ولاړ سي او مجبوره وي چي په ناورو او پواپوا نوی ګينيا کي پاته سي.