1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر: «ميرکل مورې، دروازه خلاصه کړه!»

۱۳۹۶ آبان ۱۹, جمعه

په یونان کې د آلمان سفارت مخې ته یو شمیر لاریون کوونکي راټول شوي ول او په آلمان کې يې له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو غوښتنه کوله. درې اونۍ کیږي چې په یونان کې افغان مهاجرو اعتصاب کړی دی.

https://p.dw.com/p/2nOko
Flüchtlinge Deutschland Plakat Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/S. Baran

د چهارشنبې په ورځ یوه ډله مهاجر د یونان په پلازمېنه آتن کې د آلمان سفارت مخې ته د لاریون په شکل راټول شوي. دغه لاریون کوونکي د آلمان له فدرال حکومت څخه غوښتي چې د دوی له کورنیو سره یې د یوځای والي لړۍ چټکه کړي. په ورته وخت کې د دې مهاجرو د کورنیو ځینو غړو د آلمان په پلازمېنه برلین کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت مخې مظاهره کړې.

د آلمان خبري آژانس په حواله شاوخوا ۱۵۰ مهاجر چې په یونان کې د آلمان سفارت مخې ته راټول شوي ول د «آلمان، آلمان» او «ميرکل موري، دروازه خلاصه کړه!» شعارونه ورکول.

د لاریون یوه سوریايي ګډونوال مهاجر د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ ټول له کورنۍ سره د یوځای والي اړین اسناد په لاس کې لرو خو تر یوه کال ډیره موده کیږي چې لا هم انتظار باسو.» یوه بله مهاجره میرمن بیا وايي چې د بالقان لاري تر تړل کیدو وروسته، دوی تراوسه په یونان کې بند پاتې دي.

 د افغان مهاجرو اعتصاب

له دې لاریون څخه جلا یو شمیر افغانو مهاجرو کورنیو هم د یونان په پلازمینه آتن کې د ژوند د ناوړه حالت له کبله لاریون او اعتصاب کړی. له دې لاریون کوونکو څخه یوه هم شهلاعرب ده. هغې دویچه ویله ته وویل چې ۲۲ ورځې کیږي چې دغه اعتصاب ادامه لري. هغه وايي چې په دې موده کې د یونان د حکومتي چارواکو له لوري دوی ته هیڅ پام او توجه نه ده شوې. دغه افغان میرمن همدا راز زیاتوي چې د اعتصاب کوونکو په ډله کې د څلورو میرمنو په ګډون ۹ کسان له څو ورځو راهیسې د نه خوراک اعتصاب لري.

دغه افغانه مهاجره همدا راز زیاتوي چې بې سرنوشتي او د ژوند نامناسب حالت د دوی یوازنۍ ستونزي نه دي. نوموړې د مهاجرو ترمنځ هم د ستونزو او شخړو د رامنځته کیدو له امله اندیښنه څرګندوي. هغې د یوې داسې کیسې په هکله هم خبره وکړه چې پکې یو مهاجر کس غوښتل پر یوې نجلۍ جنسي تیری وکړي. د هغې په وینا، یاد کس له دې نجلۍ ویډیوي فلم ثبت کړی او د خپلې غوښتنې د پوره کولو له پاره یې د هغې د فلم د خپرولو ګواښ کړی وو.

دغه افغان میرمن چې د یوه ۱۱میاشتني ماشوم مور هم ده، د یونان د مهاجرو په کمپ کې د ژوند د خراب وضعیت له امله ستړې ده. شهلاعرب په ناهیلي توګه وايي چې له دوی سره باید د غلامانو په څیر چلن و نه شي.

زموږ له ارشيف څخه: