1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر په يونان کي په آزاده پښه گرځېدلای شي

۱۳۹۷ فروردین ۲۹, چهارشنبه

د یونان د سترې محکمې د پریکړې پر اساس تر هغه چې محکمه د یوه پناه غوښتونکي د پناه پر غوښتنلیک پریکړه کوي، هغه کولای شي په یونان کې په آزاد ډول وگرځي.

https://p.dw.com/p/2wFeu
Griechenland Flughafen Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis

د محکمې دغه پریکړه د ټولو هغو مهاجرو په برخه کې هم صدق کوي، چې له ترکیې څخه د آژه سيند په ختیځ کې د یونان ټاپوګانو ته ورغلي دي. دا خبر د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۸م کال د اپريل۱۷) د یونان دولتي او خصوصي رسنیو خپور کړی دی.

د دې رپوټ په حواله دغه پریکړه بیرته نه راګرځیدونکې ده. د آژه سند ختيځ ټاپوګانو ته ورغلي هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې کړې وي، د اپریل میاشتې تر ۱۷ نیټې وروسته باید مجبوره نه شي چې د لیسبوس، کاوس، زاموس، لیروس او د کووس د ثبت نام په لاګرونو یا کمپونو کې بند وساتل شي او د آزاد گرځېدو اجازه ونه لري.

د مهاجرت په اړه له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د موافقتنامې له مخې چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې لاسلیک شوې ده، د ختيځ آژه ټاپوګانو ته ورغلي پناغوښتونکي باید بیرته ترکیې ته انتقال کړای شي، په هغه صورت کې چې په یونان کې یې پناه نه وي غوښتې.

تر اوسه پورې به تر هغه مهاله چې د یوه پناه غوښتونکي د پناه غوښتني دوسیه په جریان کې وه، هغه ته به اجازه نه ورکول کیده چې له ټاکل شوې ساحې څخه ووځي او مکلف وو چې په همدې ټاپو کې پاته شي. خو اوس د محکمې د تازه پریکړې پر اساس دغه محدودیت د بشري حقونو خلاف عمل بلل شوی دی.

محکمې زیاته کړې ده چې په دې لاګرونو کې د خلکو را ټولیدل به د دغو ټاپوګانو د اوسیدونکو له پاره ویجاړونکي پایلې ولري.

د یونان په ټاپوګانو کې د پناغوښتونکو د نوم ثبتولو او راجستر په مرکزونو کې تر حد زیات کسان ساتل کیږي. د هغو معلوماتو او ارقامو پر بنسټ چې د یونان د مهاجرت وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان کړل، په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ «موریا» کې چې د شاوخوا ۳۰۰۰ انسانانو له پاره جوړ شوی دی، اوس ۶۴۵۶ انسانان پکښې ژوند کوي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: