مهم خبرونه له متن او انځور سره
په عراق کې چاودنو ۲۵ تنه وژلي دي
د عراق په پلازمېنه بغداد کې په درو بیلابیلو چادونو کې د ۲۵ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دي. د آلمان خبري آژانس د ځایي پولیسو له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یوزاې د السعیدیه په سیمه کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې ۲۲ تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې زیاتره قربانیان شیعه مسلمانان دي چې په مذهبي مراسمو کې یې ونډه لرله. همداشان په دوو نورو ناحیو کې چادونو درې تنه وژلي دي.
جان کیري له خپل روسي سیال سر غږیږي
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپلو څرگندونو له مخې هیواد یې هیله من دی چې روسیه به د بشارالاسد رژیم د سوریې په حلب ښار کې د بمباریو درولو او د ټول هیواد په کچه د یوه اوربند مراعاتولو ته وهڅوي. هغه په ژنیو کې د خبریالانو پر وړاندې غوښتنه وکړه چې هره ورځ د سوریې د رژیم له لوري گمارل شوي د وژنو ماشینونه باید ودرول شي. هغه له خپل روسي سره د یوه تلیفونی تماس د نیولو اعلان وکړ.
«په ۲۰۱۵م کال کې ۹۰ زره بې سرپرسته ماشومان راغلي»
په ۲۰۱۵م کال کې کابو ۹۰ زره ماشومان او ځوانان بې له میندو او پلرونو د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته ورغلي دي. د اروپایي اتحادیې د احصایې ادارې یورو شتات، د معلوماتو له مخې په دې سره دومره زیاتو کم عمره ماشومانو د پناه غوښتنه کړې ده لکه د ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې چې یې کړې وه، چې څلور برابره ډیره ده. د رپوټ له مخې د ۸۸۳۰۰ کسانو څخه یې ۹۱ سلنه ځوانان دي چې د ۱۶ او ۱۷ کلونو تر منځ عمرونه لري.
شتاین مایر او آیرو مالي هیواد ته رسیدلي دي
لویدیځي افریقا ته د خپل سفر په پیل کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر له خپل فرانسوي سیال ژان مارک آیرو، سره د مالي هیواد ته رسیدلی دی. دغو دواړو وزیرانو د آلمان په حکومتي الوتکه کې د کومې خرابۍ له کبله څو ساعته وروسته الوتنه وکړه. په پروگرام کې په بماکو کې له سیاسي مشرتابه سره لیده کاته پلان شوي دي. تر هغې وروسته د سفر دوهم تمځای د مالي گاونډي هیواد نایجیر دی.
امنیتي ځواکونو په مصر کې دوه خبریالان نیولي دي
د مصر په پلازمېنه قاهره کې پولیس د ژورنالستانو د اتحادیې دفتر ته ورننوتي دي او دوه خبریالان یې نیولي دي. د دغې اتحادیې مشر یحی کلاش د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دا لومړی وار دی چې پولیسو د دغې اتحادیې پر مقر هجوم وروړی دی. زیاته شوې ده چې دوه نیول شوي خبریالان پر حکومت له انتقاد کوونکو څخه دي.