مهم خبرونه له متن او انځور سره
«په سر پل کې طالبانو ۱۷ تنه تښتولي دي»
تندلارو طالبانو په سرپل کې له یوه مني بس څخه ۱۷ انسانان تښتولي دي. د دغه ولایت د والي ویاند ذبیح الله امان ویلي دي چې ټول تښتول شوي ملکي کسان دي. د هغه په خبره دا لا معلومه نه ده چې اوس هغوی چیرې دي او زیاته کړې ده چې له قومي مخورو څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه شوې ده. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې همدا د سه شنبې په ورځ په کندز ولایت کې طالبانو په لسگونو کسان تښتولي وو.
«ملا منصور په پاکستان کې د اوسیدو څای ثبت کړی وو.»
لس ورځې تر مخه په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي د طالبانو مشر ملا اختر منصور نه یوازې پاکستاني پاسپورت درلود، بلکې د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې په دغه هیواد کې یې د هستوگنې ځای هم رسما ثبت کړی وو. دغه رپوټ د «ډان» په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د جنایي ادارې په حواله ورکړی دی.
د آلمان پارلمان د آرمنیانو په هکله پریکړه لیک تصویب کړ
د آلمان پارلمان د ارمنیانو د عام وژنې تاریخي پیښه د «نسل وژنې» په توگه د درجه بندۍ له پاره وړاندې شوی پریکړه لیک کابو د رایو په اکثریت سره تصویب کړ. د مسیحي اتحاد، سوسیال دیموکرات او زرغون گوند له لورې د وړاندې کړی شوي پریکړه لیک په مخالفت کې یوازې یوه مخالفه او یوه مستنکفه رایې وکارول شوې.
د سومالیې پر هوټل برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
د سومالیا په پلازمېنه موغادیشو کې د حکومت د معلوماتو له مخې پر یوه هوټل باندې د یوه ترهگریز برید کې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي. د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د ژوندي پاتي شوو ترهگرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی چې د سیاستوالو او بهرنیو له پاره په زړه پورې هوټل «اېمبسېدر» باندې یې د چهارشنبې په ماښام برید کړی وو.
امنیت شورا د شمالي کوریا له لوري د توغندي نوې ازموینه غندلې ده
د ملگرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له لوري د توغندي وروستۍ ازموینه غندلې ده. د ملگرو ملتونو دغې جگپوړې شورا له شمالي کوریا څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه د سرغړونې څخه واټن ونیسي. د دغې شورا غړو خواشیني ښوولې ده چې شمالي کوریا د بالستیک یا قاره یي توغندیو د جوړلو له پاره ډیر لگښتونه کوي، په داسې حال چې د دغه هیواد د خلکو اړتیاوې پوره کړې شوي نه دي.