مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
په کشمیر کې تر واوري لاندي شوو د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰ تنو ته لوړی شوی
د هند تر ولکي لاندې کشمیر په شمالي څنډه کې د برف کوچ له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی. د هند د پوځ یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل چې په وژل شوو کسانو کې ۱۵ تنه عسکر دي. د چهارشنبې په ورځ د گریز په سیمه کې ډیر شمیر برف کوچونو د پوځ یوه گزمه او پوسته لاندې کړي وو. نورو پنځو کسانو د اوړي او بانډي پورا په سیمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ملگرو ملتونه د سوریې په هکله د خبرو اترو ځنډول نه تائیدوي
ملگرو ملتونو د روسیې له لوري د سوریې په هکله د ژنیف د خبرو اترو د احتمالي شا ته کولو اعلان نه دی تائید کړی. د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دیمستورا یوې ویاندې د جمعې په ورځ ویلي دي چې دوی دا خبره نه شي تائیدولی چې د فبرورۍ میاشتې په سر کې پلان شوي مذاکرات ځنډول شوي دي.
اروپایي اتحادیه د پناه غوښتنې په سیستم کې پر اصلاحاتو کار کوي
د مهاجرو د کړکیچ په ترڅ کې د اعتراضونو وروسته اروپایي اتحادیه غواړي څومره ژر چې امکان ولري د پناه غوښتنې په سیستم کې اصلاحات رامنځ ته کړي. د اروپایي اتحادیي د کډوالۍ چارو کمیسار دیمتریس اورمو پولوس، په مالتا هیواد کې د دغې اتحادیې د کورنیو چارو د وزیرانو تر غونډې وروسته یو توافق ډیر نزدي بولي.
ترمپ، تریسا می ته هرکلی واي او له پوتین سره تلیفوني خبري کوي
د متحدو ایالاتو له ولسمشر دونلد ترمپ سره له لیدنې کتنې د مخه د بریتانیې صدراعظمې تیراسا مې روسیې ته د امریکا له ډیر نزدیوالي څخه خبرداری ورکړی. مې په فیلادیلفیا کې د جمهوري غوښتونکو له استازو سره په خبرو کې ویلي چې مسکو ته د واشنگټن نژدیوالې باید له پوره احتېاط سره وي. هغې په نړیوالو چارو کې د امریکا او بریتانې په مخکښ نقش باندې ټینگار وکړ او له متحدینو یې وغوښتل چې ځان په نړیواله کچه منزوي نه کړي
زیگمار گبرایل به د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وي
د آلمان مرستیال صدراعظم زیگمار گبرایل د بهرنیو چارو د وزیر په توگه د خپل گوندي ملگري فرانک والتر شتاین مایر ځای ونیو. د سوسیال دیموکرات گوند سیاستوال گبرایل چې د آلمان د اقتصاد وزیر هم وو ځای ناستې به تر اوسه د سوسیال دیموکرات بله غړې، بریگته څپریس شي چې په نوموړي وزارت کې د پارلماني چارو معینه وه. شتاین مایر ځکه له کابینې وځي چې د فبرورۍ میاشتې په ۱۲ نېټه د آلمان د ولسمشر په توگه ټاکل کیږي.
پولیسو د اسرائیل له لومړي وزیر څخه پوښتنې کړي دي
د اسرائيلو پو ليس د دغه هیواد د صدراعظم، بنیامین نتنیاهو پر ضد له خپل مقام څخه د ناوړې گټې اخیستو په شک خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکوي. اسرائيلي تلویزونونو او ورځپاڼو رپوټ ورکړی دی چې تحقیق کوونکو په بیت المقدس کې له هغه څخه په خپل استوگنځي کې د دریم ځل له پاره پوښتنې کړي دي. زیاته شوې ده چې په دې ترڅ کې پر نورو سربیره له سوداگرو څخه د گران بیه تحفو د اخیستلو په هکله پوښتنې شوي دي.