مهم خبرونه په متن او انځور کي
الشباب ډلې په سوماليه کي د افريقايي اتحاديې د عسکرو پر مقر بريد وکړ
د الشباب وسله والې ډلې په سوماليه کي د افريقايي اتحاديې د سوله ساتي ځواک پر پوځي مقر بريد وکړ. د سومالي چارواکو په وينا د وسله واله نښتي په ترڅ کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده. د کينياي پوځ یو استازي ويلي چي وسله والو له سومالي عسکرو څخه دغه مقر نيولی دی. د هغه په وينا د دغه مقر د بېرته نيولو له پاره عملیات ادامه لري.
هند او پاکستان پلان سوي خبري اتري راتلونکي ته وځنډولې
ګاونډي هيوادونو پاکستان او هند خپل تر منځ پلان سوي خبري اتري و راتلونکي ته ځنډولي دي. د جنورۍ په مياشت کي ۶ وسله والو د پاکستان سرحد ته نژدې د هند د پټان کوټ په سيمه کي د هندي عسکرو پر مقر وسله وال بريد کړی ؤ. د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي دواړو اړخونو له دغه بريد وروسته پر دې تفاهم کړی ؤ چي دستي په دستي به خبري نه کوي بلکه «و نژدې راتلونکي ته به يې وځنډوي.»
ګوانتانامو بې زندان کي د زندانيانو شمېر تر سلو کم سو
د ګوانتانامو بې په شخړيز زندان کي د زندانيانو شمېر د ۲۰۰۲ م کال راهيسي د لومړي ځل له پاره تر ۱۰۰ کم سوی دی. د امریکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت په واشنګټن کي ويلي دي چي له دغه زندانه لس نور زندانيان آزاد کړل سوي دي. په دې توګه په ياد زندان کي د پاتو زندانيانو شمېر ۹۳ ته راټيټ سوی دی. آزاد کړل سوي ۱۰ زندانيان د عمان حکومت ته سپارل سوي دي.
په ګويته مالا کي کاميدين ولسمشر سو
د ګويته مالا هيواد مشهور تلويزيوني ممثل او کاميدين جيمي مورالېس د دغه هيواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړي په دغو مراسمو کي د نورو نړۍ والو مېلمنو تر څنګ د امريکا د متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر جو بايدن او د هسپانيې پخوانی پاچا خوان کارلوس هم حاضر ول. موراليس د وينا پر وخت وويل چي په ګويته مالا کي ډيموکراسي بې عيبه نه ده او لا زیات کار ته اړتيا سته.
د امنيت شورا د سوريې د محاصره سيمو په تړاو بحث کوي
د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون ويلي چي په قصد سره انسانان د لوږي سره مخامخ کول جنګي جنايت دی. نوموړي ويلي چي په سوریه کي صرف يو فيصد کلابندو انسانو ته مرستي رسيږي. په عينی حال کي د امنيت شورا د جمعې په ورځ پر همدغه موضوع د مشورو له پاره راغونډيږي. په دغه غونډه کي به پر دې غور وسي چي و تقريبا ۴۰۰ زرو انسانانو ته چي د سوريې په کلابندو سيمو کي بند پاته دي، څنګه مرستي رسول کېدلای سي.
جاپان کي ترافيکي پيښي ۱۴ کسان ووژل
په جاپان کي د سرويس موټر په يوه حادثه کي ۱۴ سيلانيان وژل سوي او ۲۷ نور انسانان ژوبل سوي دي. د چارواکو په وينا دغه سرويس د تراوسه لا نامعلومو دلايلو پر اساس له سړک څخه اوښتی، د سړک د غاړي موانع يې مات کړي او کندي ته لوېدلی ؤ. دغه سرويس چي له سېلانيانو ډک ؤ له ټوکيو څخه د ناګانو و واوريني سیمي ته پر لاري ؤ چي دغه حادثه ورپېښه سوه.