1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موبایل د مهاجرو له پاره سهولت که سرخوږی؟

۱۳۹۶ اسفند ۱۹, شنبه

یوې څيړنې ښودلي چې هر مهاجر يو سمارت فون لري چې ترډيره د اړيکو او آدرسونو د موندنې په موخه ورڅخه کار اخلي. کارپوهان دغه کار غير ضروري او د مهاجرو په زيان بولي چې کيدای شي ځينې وخت مهاجرو ته خطرونه جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/2u53j
Deutschland Flüchtlinge aus Syrien vor der ZAA in Berlin
انځور: Getty Images/C. Koall

سره صليب نړيوال سازمان په ۲۰۱۵م کال کې د يوې ترسره شوې څيړنې له مخې ويلي وو چې له منځني ختيځ څخه اروپا ته ټول راغلی مهاجر له ځان سره سمارټ فونونه يا زيرک موبایلونه لري. خو آيا مهاجر کله له ځانه دا پوښتنه کوي چې د دوي سمارټ فون د تعقيب وړ دی؟

کيدای شي همدا اوس تاسو د خپل موبایل له لارې د دغه مطلب د لوستلو په حال کې واوسئ. که چيرې تاسو مهاجر ياست، نو ښايي موبايل مو درته ډير ضروري او ارزښتناکه وي. کيدای شي تاسو ډير ځله خپل کور يا يو بل ځاي ته د تلو پر وخت د موبايل سفري معلوماتو څخه مرسته او کار اخيستی وي. خو آیا کله مو پر دې خبره هم فکر کړی چې  د همدې موبایل له لارې ستاسو تر ټولو پټ او محرم معلومات او حتې خبرې د نورو لاس ته ورتلای شي.

«هر مهاجر سره د موبايل شتون ضرروي نه ده»

د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي چې د نړۍ په کچه له هر مهاجر سره د موبایل شتون لازم نه دی. دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې په وينا نژدي نيمايي برخه مهاجر موبايل کاروي. نن ورځ ډيری افراد د ټولنيزو رسنيو او د پيغام ليږدونکو آپسونه د استعمال له پاره له موبايل څخه کار اخلي. ټولنيزه رسنۍ فيسبوک، ټوئټر، وټس اپ، سکايپ، وائبر، چي پي اس او ګوګل مپس هغه اپسونه دي چې په مهاجرو کې تر ټولو زيات کارول کيږي.


ويل شوي دي چې همدا ډول مهاجر د ترجمې، د لارو او آدرسونو د موندلو، سرحدي څوکيو، د مهاجرو د راتلونکو اخراجونو، د سياسي پناه اخيستنې له پاره د تر ټولو ښو هيوادونو، له پوليسو څخه د ژغورنې د لارو، انساني قاچاقبرانو سره د اړيکو، د سفرونو انځورنو او آن په اروپا کې د مهاجرت سياست او نورو سياستونو په اړه معلومات، له همدې موبايل له لارې ترلاسه کوي.

په ۲۰۱۵م کال کې د «اروپا پورې قاچاق» په نوم يوې عربي فيسبوک پاڼې نژدې ۲۴ زره فالوورز يا تعقيب کوونکي لرل. همدا ډول د «اروپا پورې مهاجرت» په نوم يوې بلې فيسبوک پاڼې بيا نژدې ۳۹ زره فالورز لرودل. تر هجرت وروسته په ورځني ژوند کې هم د سمارت فون کارونې خپل مهم رول لرلی او ساتلی دی.

«مهاجر بايد د موبايل له ټولو خطراتو واقف شي»

د مهاجرت په چارو کې د مرستندويه ادارو په حواله، لازم ده چې مهاجر د سمارت فون له اړخه د راپيدا کيدونکو خطراتو څخه واقف کړای شي. په دې برخه کې يوه عمومي خبره خو دا ده چې ټول اپسونه يو ډول نه دي. د بيلګې په توګه د وټس اپ له لارې نیول شوې اړيکې او استول شوي ليکنې يوازې هغه دوه کسان ليدلای شي کوم چې همدا پیغامونه استوي راستوي، خو په ځينو نورو اپسونو کې بيا د دې امکان شته نور کسان هم ورته لاسرسی پيدا کړي. همدا وجه ده چې مهاجرو تر ډيره بريده له وټس اپ څخه کار اخلي او دا ډاډمن او محفوظ ګڼي. د فيسبوک مسنجر هم د دوو کسانو تر منځ د محافظت شوي معلوماتو (ديتا) له لارې د پیغامونو ليږد راليږد کوي، خو دا برخه ديفيلت نه وي او اړتيا وي چې بايد فعال يا اکتيف کړل شي، له همدې وجې د فيسبوک مسينجر له لارې اړيکو ته لاسرسۍ يو اندازه اسانه دی.

کارپوهان وايي که چيرته د فيسبوک مسينجر د محافظت شوي معلوماتو برخه فعاله هم وي، بيا هم ستاسو د شخصي خبرو د خوندي ساتلو ضمانت نه شي کولی. دا په دې دليل کې چيرته تاسو د خپلو خبرو کلاود بک اپ کړی وي او يا مو موبايل غلا کيږي په هغې کې ټول شخصي معلومات مو د نورو لاس ته ورتلای شي.

«موبايل د مهاجرو له پاره تر ټولو لوي خطرونه جوړوی شي»

مهاجرو سره د موبايل د شتون د خطر په باب د بريتانيا د «دي اوپن يونيورستي» څخه پروفيسور ماري ګيلسپي وايي چې کيدای شي د سفرونو پر مهال د مهاجرو موبايل د داعش يا بلې تروريستي ډلې د افرادو، سرحدي ساتونکو او یا هم د پوليسو لاس ته ولويږي، چې د دغه کار پايلې کيدای شي په ځينو حالاتو کې د مهاجر له پاره ډیرې خطرناکې پرې وځي. د پروفيسور ماري په وينا په داسې حالاتو کې «بل چا ته استول شوي انځورونه او مهم معلومات، کيدای شي د يو مهاجر له پاره تر ټولو سختې ستونزې راولاړې کړي.»

د «انفو میګرينټس ټکی نيټ» ويب پاڼه چې د مهاجرت موضوع په هکله معلومات خپروي، بيا وايي چې يو شمير مهاجر يوازې له محفوظ شوي يا اينکريپتيد اپسونه کاروي. د دغې ويب پاڼې په وينا، دغه ډله مهاجر د ټولنيزو رسنيو له ګروپونو له ورګيډا ځان ساتي او تل خپل ذهنونو ته بدلون ورکوي. 

دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو معلوماتي انځوريز البوم: