1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي له کرزي سره ولیدل

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

د هند نوي صدراعظم نریندر مودي د خپلې دندې د پېل په لومړۍ ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په نوي ډهلي کې ولیدل. په پام کې ده چې مودي به له نورو اتو سیمه ییزو مشرانو سره چې د ده د لوړې په مراسمو کې یې گډون کړی وو، وویني.

https://p.dw.com/p/1C7Ou
انځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د می ۲۷) د هند له نوي صدراعظم نریندر مودي، سره په نوي ډهلي کې ولیدل. نریندر مودي چې د هندو نیشنلست گوند بهارتیا جنتا پارټي یا بي جې پي، مشر دی په پارلماني ټاکنو کې په لویه کچه تر بریا وروسته د دوشنبې په ورځ د هند د پنځلسم صدراعظم په توگه لوړه وکړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي تر هغه دمخه چې د نريندر مودي سره ملاقات وکړي، د دوشنبې په ورځ پر پاکستان میشتي یوې وسله والي ډلي باندي تور ولگاوه چې جنگياليو يې تیره اوونۍ د افغانستان په هرات ولایت کې د هند پر کونسلگرۍ باندي د تر سره شوي برید مسوولیت پرغاړه لري. افغان ولسمشر له یوه ځایي هندي تلویزوني چېنل سره په خبرو کې دغه ډله د «لشکر طیبه» په نوم یاده کړې ده.

ولسمشر کرزي د «هېډ لاینز ټو ډې» په نوم تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي: «هغه معلومات چې موږ یې لرو... او ځیني د لویدیځو استخباراتو له لوري موږ ته راکړل شوي دي...عاملینو له لشکر طیبه سره تړاو درلود.»

کرزي په خپلو خبرو کې ویلي دي: «دغه برید، لکه څرنگه چې د هند د خلکو له خوا وغندل شو همداسې د افغانانو له لوري هم وغندل شو. دا په څرگند ډول د ترهگرو له خوا تر سره شوی برید وو.»

پر لشکر طیبه باندې په ۲۰۰۸م کال د ممبۍ د بمي بریدونو تور هم لگول کیږي چې پکښې ۱۶۶ کسان ووژل شول. د دغه بریدونو په پایله کې د نوي ډهلي او اسلام آباد تر منځ اړیکې په بشپړ ډول له سقوط سره مخامخ شوې.

د مودي د لوړې مراسمو ته د گاونډیو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران وربلل شوي ول، چې پکښې د هند د رقیب هیواد پاکستان صدراعظم نواز شریف هم گډون درلود.

د دوشنبې په ورځ د نریندر مودې د لوړې مراسمو ته شاوخوا ۳۰۰۰ کسان وربلل شوي وو
د دوشنبې په ورځ د نریندر مودې د لوړې مراسمو ته شاوخوا ۳۰۰۰ کسان وربلل شوي ووانځور: Reuters

د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پام کې ده چې نریندر مودي، د سیمي له اتو مشرانو سره چې د مودي د لوړي په مراسو کې یې گډون کړی وو هم وویني. تر ټولو زیات د پاکستان د صدراعظم نوازشریف او نریندر مودي تر منځ لیدني کتنې ته په لیوالتیا سره کتل کیږي. څیړونکي د دواړو مشرانو لیدنې کتنې ته په اړیکو کې د ترینگلتیا د راکمیدو د یوې نخښې په سترگه گوري.

د هند د «اېن ډي ټي وي» په نوم تلویزوني چېنل سره د نواز شریف له قوله ویلي دي: «موږ باید د یو بل پر وړاندې ویره، بې اعتمادي او انديښنې له منځه یوسو.»

هند او پاکستان چې د اټومي قدرت خاوندان هم دي، تر منځ اړیکي په ۲۰۰۸م کال کې په ممبۍ کې تر ترهگریزو بریدونو وروسته ترینگلې شوې. ویل کیږي چې دغه بریدونه د پاکستان میشته یوه یاغي ډلي له خوال تر سره شوي ول.

د مودي گوند بهارتیا جنتا پارټي چې تر اوسه په اپوزیسیون کې وو، په پارلماني ټاکنو کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړ. دا په تیرو دیرشو کلونو کې لومړی وار وو چې بي جې پي، دغه ټاکنې په لوی اکثریت سره وگټلې. کانگرس گوند په دغو ټاکنو سخته ماتې وخوړه.