1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي: مسلمانو ښځو ته په یوه وار طلاق ورکول بې انصافي ده

۱۳۹۵ آبان ۴, سه‌شنبه

د هند صدراعظم نریندر مودي، په خپل هیواد کې مسلمانو ښځو ته په یوه وار د درې طلاقه ورکولو شخړه ایز دود بې انصافي بللې او ویلي یې دي چې مسلماني ښځې بايد د مذهب پر بنسټ د توپیري چلن هدف و نه گرځول شي.

https://p.dw.com/p/2RfHD
Indien Unabhängigkeitstag in Neu-Delhi
انځور: Getty Images/AFP/P. Singh

د هند د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد مسلمان مړونه په یوه وخت خپلو ښځو ته په درې طلاقه ورکولو سره قانوني جلا والی غوره کولای شي. د دغه هیواد ۱،۲ میلیارده وگړو ته حق ورکړل شوی دی چې د واده، طلاق او وراثت په برخه کې د خپلو مذهبي قوانینو او مقرراتو له مخې عمل وکړي.

په هند کې مسلمانانو، مسیحانو او هندوانو ته د اساسي قانون له مخې د ورکړل شوي مذهبي آزادۍ له مخې اجازه ده چې خپلې کورنۍ معاملې او کورني قانوني مسایل د خپلو مذهبونو د احکامو او مقرراتو په رڼا کې حل او فصل کړي. په دې کې مسلمانو مړونو ته دا حق هم ورکړل شوی دی چې خپلو مېرمنو ته په یوه وخت درې طلاقه ورکړي. ځیني هندي مسلمان وگړي خپل دغه حق کاروي، خو ډیري مسلمانې ښځې په دې هکله ملحوظات لري.

په هندي کي د مسلمانانو تر منځ د طلاق دغه ډول دود په وروستیو کلونو کې څو وارې له قانوني چلینجونو سره مخامخ شوی دی. په دې هکله د نریندر مودي، هندو ملتپاله حکومت ویلي دي چې غواړي قوانین په داسې یوه ډول ملکي مقرارتو بدل کړي چې د هیواد د ټولو مذهبونو پر وگړو تطبیق شي. خو د مسلمانانو ډیرو اتحادیو او ښاري ډلو د دې کار مخالفت کړی دی.

Muslimische Wählerinnen in Indien 10.04.2014
انځور: Reuters

اوس نریندر مودي، په اتر پردیش ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي دي: «زما مسلمانو خویندو څه گناه کړې ده چې په تلیفون کې هم دوی ته درې وارې د طلاق په ټکي ویلو سره ټول ژوند یې بربادیږي.» مودي د دوشنبې د ورځې په وینا کې یادونه وکړه چې د «مذهب او ټبر په نوم باید زموږ له مېندو او خوېندو سره نا انصافي و نه شي.» نریندر مودي، دا هم وویل چې د مسلمانو ښځو د حقوقو بیا اعاده کول د ده د حکومت مهمه دنده ده.

نریندر مودي زياته کړه: «کله چې خبره د ښځو د احترام او خوندیتوب وي، نو موږ باید هیڅ مذهب په پام کې ونه نیسو. ټاکني او سیاست باید یوه اړخ ته وي. د مسلمانو مېرمنو له پاره ضروري ده چې خپل حقونه تر لاسه کړي.»

اوسمهال د هند په ستره محکمه کې د ښځو د حقوقو د ځینو فعالانو له لوري یوې مسلماني ښځې ته په یوه وار د درې طلاقه ټکي د کارولو پر ضد یوه عریضه وړاندي کیږي. عریضه کوونکو غوښتنه کړې ده چې په دغه هیواد کې په یوه وخت د درې طلاقه ورکولو دود دې غیر قانوني وگرځول شي.

نور مطالب: