1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مور او پلار ډاکټر ته د لور د نه بيولو له کبله محکوم شوي

۱۳۹۸ بهمن ۲۴, پنجشنبه

يوې جوړې خپله ناروغه لور څو کاله د تداوې له پاره ډاکتر ته نه بيوله. دغه نجلۍ چې د معدې د التهاب ناروغي یې لرله، د ۱۳ کلونو په عمر مړه شوه. مور او پلار یې وويل فکر یې کاوه چې «خدای به هغه روغه کړي.»

https://p.dw.com/p/3Xid0
Österreich Prozess wegen Mordes durch Unterlassung gegen Eltern einer 13-Jährigen
انځور: picture-alliance/Apa/H. Pfarrhofer

په خټه آلماني ښځه او ميړه چې په اتريش کې یې ژوند کاوه، د چهار شنبې په ورځ په اتريش کې له دې کبله په پنځو کلونو بند محکوم شول چې خپله ناروغه لور یې د درملنې له پاره روغتون ته نه وه بيولې. دغه پېښه د «نه پاملرنې له لارې قتل» په توگه مطرح شوه.

دغه نجلۍ د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۷ نيټه د هغې د ديارلسمې کليزې لس ورځې وروسته مړه شوې وه. د دې ماشومې پلار په ازبکستان کې زيږيدلی آلمانی دی او ۳۹ کاله عمر لري. مور یې بيا يوه ۳۵ کلنه آلمانې ده. پر دوی د اتريش په شمال ختیځ ښار کريمس کې په اکتوبر میاشت کې د خپلې لور روغتون ته نه بيولو له وجې دعوا شوې وه.

د محکمې پر وخت دغه جوړې وويل چې هغوی د عيسويانو د يوې خپلواکې کليسا غړي دي. د ماشومې پلار ځان د يوه مذهبي مبلغ او واعظ په توگه معرفي کړ.

له درملنې څخه ډډه کول

د ماشومې ناروغي د ۲۰۱۷م کال په دوبي کې تر هغه وروسته تشخيص شوې وه چې د ماشومانو د ساتنې يوه دولتي آژانس د ماشومې د خپلو خپلوانو له خوا د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته پر دې ټينگار کړی وو چې هغه بايد روغتون ته يوړله شي.

دغه مور او پلار بيا په محکمه کې وويل چې دوی خپله لور د معايناتو له پاره ډاکتر ته بيولې وه، خو بيا وروسته دغه ماشومه هیڅکله کوم ډاکتر ته ونه ښوول شوه.

د مرگ په ورځ دغه نجلۍ د معدې له درد څخه شکايت کاوه خو مور او پلار یې فکر وکړ چې هغه ښايي په لومړي ځل خپله ماهواري تجربه کوي. کله چې یې وضيعت ښه نه شو، بيا یې پلار هغې ته ډاکتر ته تگ وړاندیز وکړ خو د پلار په وينا یې هغې نه غوښتل ډاکتر ته ولاړه شي.

هغه وويل چې د خپلې لور له پاره یې دوعا وکړه او روژې یې هم ونيولې. مور یې وويل: «ما له هغې سره خبرې وکړې، په غيږ کې مې ونيوله اوبه او نور شيان مې ورکړل. ما باور لاره چې خدای به هغه روغه کړي.»

دغه جوړې منلې چې له لور سره یې بې پرواهي کړې، خو دا فکر یې نه کاوه چې دغه عمل به یې د قتل په توگه درجه بندی شي.

د هغوی مدافع وکيل زاهد روف تر محکمې د مخه ويلي ول: «دواړو په هیڅ صورت کې نه غوښتل چې لور یې مړه شي.»  مړه شوې ماشومه د دې جوړې له اتو اولادونو څخه يوه وه. دغه جوړه اته کاله مخکې اتريش ته گډه شوې وه څو یې ماشومان وکولای شي په کور کې خپلې زده کړې ترسره کړي.

د آلمان برعکس په اتريش کې په ښوونځيو کې د ماشومانو ثبتول اجباري نه دي خو زده کړه اجباري ده او ميندې او پلرونه که وغواړي کولی شي له خپلو اولادونو سره په کور کې درس ووايي. مور یې وويل: «موږ له خپلو ماشومانو سره مينه لرو.»